د افغانستان په ګډون د نړۍ اتلسو لوږې ځپلو برخو کې حالت لا خرابېدونکی دی

بې وزلي خلک

د عکس سرچینه، wfp

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان او د دغه بنسټ د خوړو او کرنې د نړیوالې ادارې تازه راپور خبرداری ورکړی چې د نړۍ په دوه ویشت هېوادونو کې په اتلسو هغو برخو کې چې لوږې ځپلي حالت لا خرابېدونکی دی او دغو سیمو ته يې د بشري مرستو ور رسېدل بیړنۍ اړتیا بللې.

په افغانستان، نایجریا، سومالیا، سوېلي سوډان او یمن کې وار له مخکې د لوږې د لوړې کچې د شتون په اړه خبرداری ورکړل شوی او اوس دغه راپور پر یاد نوملړ سوډان، بورکينا فاسو، هایتي او مالي هم ورزیات کړي.

راپور وايي چې په دغو سیمو کې داسې ټولنې او وګړي شته چې د لوږې له سختې کچې سره مخ دي او په عمده لاملونو کې يې جګړه، د اقليمي بدلون ناوړې اغیزې او د اقتصادي حالت بدترېدل بلل شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې افغانستان په داسې حال کې ۲۰۲۳کال ته ننوت چې له ۲۸ مېلیونه د ډېرو اړمنو کسانو په لرلو د نړۍ په کچه د بشري بحران له عمده ځپل شوو سیمو دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارو په خپل تازه راپور کې د دغې نړيوالې ننګونې لپاره د ګډو ګامونو د اوچتېدو غوښتنه شوې تر څو حالت لا بدتر نشي.

د خوړو د نړیوال سازمان اجرايي مشرې سېنډي مک‌کېن ویلي، نه یوازې دا چې په نړۍ کې د هغو سیمو او وګړو شمېر ډېر شوی چې له لوږې سره مخ دي بلکه د هغې لوږې کچه او سختي هم تر پخوا ډېره شوې.

راپور په ځانګړي ډول د سوډان د تازه څه باندې یو مېلیون وګړو بې ځایه کېدل او کډوالي یاد کړي چې دا هم په نړیواله کچه په د لوږې ځپلو وګړو په شمېر کې بله ډېرېدنه ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خوړو د نړیوال سازمان عمومي مشر دونجو کو بیا ویلي، ټولو ته په نړیواله کچه د خوړو د خوندیتوب لپاره اوسنۍ لارې چارې کارندې نه دي.

هغه د لوږې له پولو د خلکو بېرته راګرځولو او د دوی د ژوندونو بېرته جوړولو او د خوړو د خونديتوب د نشتوالي بنسټیزو عواملو ته د لارو چارو موندلو په موخه په کرنیز سکتور کې د سملاسي مداخلې د اړتیا یادونه هم کړې.

د خوړو د نړیوال سازمان دغه تازه راپور پاکستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، ایتوپیا، کینیا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د سوریې عربي جمهوریت او تازه میانمار هم له داسې هېوادونو او سیمو بللي چې په اړه يې اندېښنې ډېرې دي.

په دې ټولو سیمو کې لوړ شمېر داسې خلک اوسېږي چې د خوړو د نه خونديتوب له جدي ستونزو سره مخ دي او په ورته مهال په را روانو میاشتو کې د ژوند ګواښوونکو شرایطو د لا خرابېدو خطر يې هم اټکل شوی.

لبنان، ال سلواډور او نیکاراګوا هم د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر له راپور راهیسې د هغو هېوادونو نوملړ ته ور زیات شوي چې د لوږې ځپلې سیمې پکې شته. مالاوي، ګواتیمالا او هاندوراس وار له مخکې په دغه نوملړ کې شته وو.