په افغانستان کې لوږه او بې وزلي

د ویډیو تشریح، په افغانستان کې لوږه او بې وزلي

له هغه راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی، په افغانستان کې د ډېرو افغانانو ژوند بدل شوی دی. خوراکي توکي لږ دي، او په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، برېښنا تل قطع کېږي. د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله لیز دوسېت، د افغانستان یو له ډېرو بې وزلو ولایتونو، غور ته تللې وه او دغه رپوټ یې را لېږلی دی.