افغانستان کې لوږه او بشري کړکېچ
د طالبانو رئيس الوزراء يا لومړي وزير پر مسلمانو هېوادونو غږ کړی، چې د دوی حکومت په رسميت پېژندلو کې مخکښان شي.
لا تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي، او د امريکا په مشرۍ نړيواله ټولنه، او ان د پاکستان، چين، ايران روسیې او قطر په ګډون چې طالب پلوه بلل کېږي او لا یې کابل کې سفارتونه پرانيستي، ډېرو هېوادونو ويلي غواړي وګوري دا ډله څه ډول چلن او عمل کوي.
ملا محمد حسن اخوند کابل کې يوې غونډې ته خبرې کولې، او ويل یې طالبانو یې هېواد ته د سولې او امنیت په ستنولو بنسټيز شرطونه پوره کړي دي.
تېر اګست واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې افغانستان يو بشري کړکېچ کې راګير شوی، او حالت لا په ناوړه کېدو دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیم وګړي له لوږې او د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.