"که پر زدکړو بندیز لغوه شي، پوهنتونونه د نجونو منلو ته چمتو دي"

پوهنتون

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبان وايي د افغانستان پوهنتونونه چمتو دي چې نجونې بیرته ومني، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د دوی مشر مولوی هبت‌الله اخوندزاده کوي.

طالبانو تېر کال نجونې له پوهنتوني زدکړو منع کړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو یوه چارواکي مولوي عبدالجبار اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، د طالبانو جګپوړي چاراواکي غواړي، چې دغه پریکړه په شا شي.

خو هغه وویل، دا نه ده روښانه، چې ایا دغه ډول بدلون به کله را هم شي او که نه.

دغه بندیز د افغان میرمنو احتجاجونه راوپارول او د نړۍ په لروبر کې وغندل شو.

نجونې وار دمخه له منځنیو زدکړو او لیسو بې برخې شوې دي .

طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم په لېسو کې د نجونو پر زدکړو له بندیز وروسته تېر کال په پوهنتونونو کې هم د نجونو د زدکړو مخه ونیوله.

خو د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزارت یوه سلاکار مولوي عبدالجبار اسوشیتېد پرېس ته ویلي چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي د دغې پرېکړې د لغوه کېدو پلويان دي.

مولوي عبدالجبار اسوشېتېد پرېس ته ویلي، په زدکړو کې د نجونو پر حضور دغه بندیز د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په امر لګول شوی او که اوس نجونو ته د پوهنتون د بیا پرانیستل کېدو امر وکړي، په هماغه ورځ به پرانیستل شي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېرمنو څو ځله د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کال د بندیز خلاف لاریونونه هم کړي

هغه ویلي چې د طالبانو ټول مشران د نجونو د زدکړو د بیا پیل پلویان دي، حتی وزیران یې.

د اسوشېتېد پرېس خبریال ليکلي چې د مولوي عبدالجبار دا څرګندونې د طالبانو د مشر د پرېکړو او احکامو د بهیر په اړه د طالبانو په خپلمنځي نظرونو کې توپیر ښيي.

طالب چارواکو بیا بیا ویلي چې په منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز موقتي دی او تر بل امره تړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم هم دغه بندیز موقت بللی و.

د لوړو زدکړو وزارت د دغه سلاکار څرګندونې داسې مهال خپرېږي چې طالبان په دوو ورځو کې واک ته د راستنېدو دویمه کلیزه نمانځي.