د پوهنې نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو له زدکړو منع کړای شویو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یونېسکو د پوهنې نړیواله ورځ چې د جنورۍ پر ۲۴ لمانځل کېږي افغانستان کې هغو نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې چې له زدکړو منع کړای شوې دي.
دغه سازمان چې په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې د زده کړو په برخه کې ښکیل و، له طالبانو غوښتنه کړې چې له قېد او شرط پرته د نجونو پر منځنيو او لوړو زدکړو لګول شوی بندیز لېري کړي.
د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان يا يونېسکو ويلي زده کړې د انسانانو حق، د خلکو خیر او عامه مسوولیت دی او دوی هڅې کوي چې نجونو او هلکانو ته نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په هر ځای کې د مساوي زدکړو حق ورکړل شي.
يونېسکو ويلي د افغان نجونو پر زدکړو د محدیتونو او بندیز پرېکړه د افغانستان د لويو لاسته راوړنو د نابودۍ لامل کي کېږي او له دې سره افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونو ته د منځنيو او لوړو زدکړو حق په کې نه ورکول کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
یونسکو د پرمختګ لپاره د نجونو او ښځو زدکړې اړینې بللې او وايي، افغانستان او بل هر هېواد په داسې حال کې پرمختګ نه شي کولای چې د نفوس نیمايه برخه یې له پوهنې او ټولنيز ژونده بې برخې کړای شي.
"تر یو میلیون ډېرې نجونې له زدکړو بې برخې دي؛ دوه نیم میلیونه نورې لاس رسی نه ورته لري"
یاد سازمان وايي، له هغه مهال راهیسې چې تر شپږم پورته ټولګي د نجونو پر مخ وتړل شول یو اعشاریه یو میلیون نجونې له زدکړو بې برخې شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
همدا راز یې زیاته کړې، اتیا سلنه نجونې چې د ښوونځي پیلولو عمر ته رسېدلي او شمېر یې دوه اعشاریه پنځه میلیونه ته رسېږي زدکړو ته لاسرسی نه لري او نژدي ۳۰ سلنه نجونې هېڅکله لومړنیو ښوونځیو کې نه دي شاملې کړای شوې.
سربیره پر دې د تېر ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د ښځو پر لوړو زدکړو د بندیز له امله سل زره نجونې او ښځې چې په شخصي او دولتي پوهنتونو کې یې زده کړې کولې، له پوهنې بې برخې شوې دي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان په افغانستان کې د زدکړو په برخه کې ښکېل پاتی شوی.
د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ په وینا، په تېرو شلو کلونو کې یې په بریالیتوب سره د سواد زدکړې پروګرام عملي کړی چې له امله یې څه باندې شپږ سوه زره کسانو لیک لوست زده کړی. له دې ډلې یې شپته سلنه ښځې وې.
یونېسکو افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې وخت ته هم په اشاره ویلي، له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې لس میلیونه نجونو په افغانستان کې زدکړې کولې او په پوهنتونو کې د ښځینه محصلانو شمېر هم په ۲۰۰۱ کال کې له پنځو زرو نه تر ۲۰۲۱کال پورې سلو زرو ته لوړ شوی و.











