د ملګرو ملتونو سرمنشي: له ښوونځیو د نجونو راکرځولو ته هېڅ توجیه نشته

UN

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي 'هېڅ شی له ښوونځو د نجونو لېرې ساتل نشي توجیه کولی.' 

ښاغلي‌ ګوتېرش پر خپل ټوېټر لیکلي چې ټول ماشومان د زدکړو مستحق دي او "موږ باید اوس ټولو لپاره د کیفیت لرونکو، انعطاف وړ او ټولګډونه تعلیمي سیستمونو رامنځته کېدو لپاره ګامونه واخلو." 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل ټویټ‌ کې د دې یادونه هم کړې چې دمګړۍ نړۍ کې ۱۱۸ نیم میلیونو ډېرې نجونې ښوونځیو ته له تګ بې برخې دي.

ښاغلي ګوتېرش یې که څه هم دا ځل مشخصه یادونه نه ده کړې، خو په دوی کې له شپږم ټولګي پورته افغانې نجونې هم شاملې دي‌ چې طالبانو واک ته له راګرځېدو راهیسې ښوونځیو ته له تګ راګرځولې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت همدا راز په دې وروستیو کې پوهنتونو ته هم د نجونو تګ تر "امر ثاني" وځنډاوه.‌ 

تازه ملګرو ملتونو ویلي یو جګپوړی پلاوی یې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د افغان ښځو حقونو په اړه خبرو اترو لپاره کابل ته رسېدلی دی. 

دغه پلاوي کې د ښاغلي ګوتېرش مرستیاله امینه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما بحوث او د دغه سازمان د سیاسي څانګې جګپوړی چارواکی خالد خیاري هم شامل دي. 

د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال ویاند فرحان حق ویلي چې دغه پلاوي کابل ته له سفر مخکې سیمه، خلیجي هېوادونو، اسیا او اروپا کې هم لېدنې کتنې درلودې. 

دوی په دوحه، انقره او اسلام‌اباد کې د افغان ښځو له ځینو استازو سره هم لیدلي دي.

UN

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبان وايي نجونو ته زدکړو لپاره د مناسبې اسلامي فضا په رامنځته کولو کار روان دی او له رامنځته کېدو سره به یې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړ شي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې تر ' امر ثاني ' پورې په غیر دولتي‌ ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز اعلان کړ.

دغه بندیزونه په کور دننه او بهر له توندو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په دې لړ کې تازه قطر،‌ چې کلونه کلونه یې طالبانو سره د امریکا او افغان حکومت د خبرو اترو کوربتوب کړی، دغه بندیزونه نامعقوله بللې.