قطر: د طالبانو د 'نامعقولو' بندیزونو مقابل کې د افغان مېرمنو ترڅنګ ولاړ یو

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني

د عکس سرچینه، World Economic Forum

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي، د طالبانو وروستیو "په سُول نابرابرو" ګامونو په اړه د قطر حکومت د افغان مېرمنو د تعلیم او کار ملاتړی دی.

نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ کړې او وايي "د طالبانو د ادارې له لوري پر ښځو د (نامعقولو) بندیزونو د دوام پر وړاندې قطر د افغان ښځو ترڅنګ درېدو ته ژمن دی".

شیخ محمد له (سي اېن بي سي منځني ختیځ) سره مرکه کې ویلي قطر له لنډمهالي حکومت سره پر ښځو او نجونو د محدودانه تګلارې تر شا د اصلي منطق پوهېدو په تړاو اړیکې نیولې دي.

دغه جګپوړي قطري دیپلومات ویلي، دوحه دغه ډول تګلارو ته له مذهبي یا کلتوري منظور څخه نه شي کتلی او ټینګار یې دا دی چې هېواد یې اوسمهال له نورو مسلمانو هېوادونو سره له دې وضعیت سره د (مبارزې) په تړاو په سلامشور بوخت دی.‌

"دا پاروونکی عمل دی او دوی او افغانانو ته وضعیت لا پسې ترینګلی کوي، موږ په وروستیو کې له دې پرېکړو وروسته هڅه وکړه چې له دوی سره اړیکه ونیسو.‌ موږ له نورو مسلمانو هېوادونو سره په ګډه هڅه کړې چې له دوی سره خبرې وکړو او له یو بل سره همکاري وکړو".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دا مرکه چې په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم د سرمشریزې په درشل کې شوې ده، ایله څو اونۍ وروسته تر هغه شوې چې طالبانو د ښځو پر وړاندې خپله سخته تګلاره غوره کړه چې په لړ کې یې ښځې په کورنیو او بهرنیو نا دولتي ادارو کې له کار راوګرځول شوې.

تېره میاشت، د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ پوهنتونونه تر دویم امر پورې وتړل،‌ چې پایله کې یې په کور د ننه او بهر لاریونونه وشول.‌

شیخ محمد په دې مرکه کې نېغ افغان ښځو ته په خطاب کې ویلي چې قطر ورسره ولاړ دی.

"دوی لکه څنګه چې مخکې هم بریمنې وې، بریالۍ به شي. موږ د دوی ترڅنګ ولاړ یو او د دوی ملا تړو".

قطر

د عکس سرچینه، @MoFA_Afg

د عکس تشریح، د تېر ۲۰۲۲ کال وروستیو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ترکیې انتالیا ښار کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره درې اړخیزه ناسته لرله.

نوموړی وايي، د طالبانو په دې پرېکړو ناهیلی شوی دی،‌ خو په خبرو او مذاکرې یې ټینګار کړی دی.

قطر د طالبانو سیاسي دفتر او له امریکايي لوري او د افغانستان د مخکېني حکومت له استازو سره د خبرو څو کاله کوربتوب کړی، چې بالاخره پای کې طالبانو له امریکا سره تړون لاسلیک کړ.

شیخ محمد په دې مرکه کې ویلي، هڅه یې کړې چې له کندهار سره اړیکه ونیسي او خبرې ورسره وکړي، خو لا تر اوسه نه دي بریالي شوي،‌ مګر له اسلامي او د سیمې له هېوادونو سره خپلې سلامشورې روانې ساتي.

د عربي نړۍ او خلیج دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال د اګست له ‍۱۵ مې وروسته (هغه نېټه چې طالبانو کابل ونیو)، د طالبانو له حکومت سره کابل کې خپل اړیکي وساتل او د افغانستان د ناوړه انساني وضعیت د لا بدېدو د مخنیوي په پار یې د طالبانو او لوېدیځوالو ترمنځ د مذاکراتو اسانتیا او کوربتوب ته بیا خپله غېږه پرانیسته.