طالبان: د هوايي ډګرونو د امنیت په اړه له قطر او ترکیې سره هوکړې ته نږدې شوي یو

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو په چارسمبالي حکومت کې د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي له ترکیې او قطر سره د کابل په ګډون د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه هوکړې ته نږدې شوي دي.
د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي کابل کې د ترکیې او قطر له چارواکو سره د طالبانو له خبرو وروسته نن ( پنجشنبه جنورۍ ۲۰مه) بي بي سي ته وویل چې د دې خبرو بل پړاو راتلونکې اونۍ ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه چې ''خبرې مثبت لوري ته روانې دي او هیله ده چې د راتلونکې اونۍ خبرو کې وروستۍ پایلې ته ورسیږو''.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په درشل کې پتیل شوې وه چې د کابل او څو نورو هوايي ډګرنو امنیت ترکیې ته وسپارل شي. هغه مهال طالبانو ویلي وو د هوايي ډګرونو د امنیت لپاره د بهرنیو سرتیرو له حضور سره موافق نه دي.
امام الدین احمدي هم وايي چې له ترکیې او قطر سره د هوکړې له مخې به د هوايي ډګرنو دننه امنیتي تخنیکي چارې لکه د مسافرو تالاشي، تخنیکی معاینه، هوايي ترافیک، د هغو پروازونو تنظیم چې د افغانستان له فضا تیریږي او په ټوله کې ترمینلونو کې د تخنیکي پلټنې چارې پر غاړه ولري، خو '' د هوايي ډګر امنیتي چارې به د کورنیو چارو وزارت سمبالوي''.
هغه وویل د نړیوالو اصولو له مخې به شرکتونو سره تړونونه کیږي او دا چارې به ترسره کوي.
بل خوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه لنډ بیان کې ویلي چې تېرو دوه ورځو کې د دوی استازو په کابل کې د ترکیې او طالبانو له چارواکو سره پرله پسې خبرې کړي او هوکړه شوې چې د دې خبرو بل پړاو به قطر کې ترسره کیږي.
د دې ترڅنګ نن ( پنجشنبه جنورۍ۲۰مه ) رویټرز خبرې اژانس د ځینو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی چې قطر او ترکیه د کابل هوايي ډګر د امنیت په اړه هوکړې ته رسیدلي او د نورو برخو په اړه لکه مالي تمویل، خبرې روانې دي.
دې سرچینو ویلي چې هوکړه شوې چې طالبان به له بهره د هوايي ډګر امنیتي چارې سمبالوي او هغه هېواد چې د هوايي ډګر دننه چارې پرمخ وړي هغه به د ډګر داخلي امنیتي چارې هم سمبالوي.
د کندهار د هوايي ډګر د کارکوونکو کاري اعتصاب

بل خوا د افغانستان په کندهار نړیوال هوايي ډګر کې د ملکي هوايي چلن خوندیتوب برخې کارکوونکو کاري اعتصاب کړی دی. دوی تر هغه چې د دوی د میاشتنیو معاشونو برخلیک نه وي معلومات کار ته نه ستنیږي.
دغه کارکوونکي وايي، د کندهار په ګډون د افغانستان څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو د امنیت چارې د (ایچ اې ار ټي) نومې نړیوال امنیتي شرکت له لوري د روزل شویو کسانو له لوري تر سره کېدې، چې د افغانستان له مخکیني حکومت سره یې قرارداد درلود او د هغه حکومت له سقوط وروسته اوس دوی بې معاشه پاتې دي.
د دې شرکت کارکوونکي نن (جنورۍ ۲۰ مه) په کندهار هوايي ډګر کې خپلو دندو ته نه دي ستانه شوي.
یوه معترض کارکوونکي د نوم نه یادولو په شرط بي بي سي ته وویل، بل شرکت ته د مسوولیت چارو د سپارل کېدو، د دندې خوندیتوب تضمین او د معاشونو یو عادي بهیر رامنځته کېدو تر مهاله به دندې ته ستانه نه شي.
ده وویل چې کندهار هوايي ډګر ته اوس هم الوتنه شته او نن ( چارشنبه جنورۍ ۲۰) هم دوه الوتنې وې چې یوه یې نړیواله او بله کابل ته وه.
هغه بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه چې طالب چارواکو دوی ته د معاشونو د ستونزې هواري ژمنې څو وارې ورکړي خو تر نننه نه دي عملي شوي.
معترض کارکوونکي دغه راز غوښتنه کوي چې د تېرو پنځو میاشتو معاشونه باید ورکړل شي او هغه کمپنۍ باید مشخصه شي چې دوی به راتلونکې کې ورسره کار کوي.
دوی ادعا کوي چې د افغانستان په نورو درې هوايي ډګرونو کې یې هم سلګونه همکارانو ته هم له پنځو میاشتو راهیسې معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي.









