له پوهنتونونو را ګرځول شوې ځینې نجونې وايي په "رواني ناروغیو" اخته شوې

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، AFP

په افغانستان کې ځینې روغتیا پالان وايي، د رواني ناروغانو شمېر یې اوس نژدې درې برابره ډېر شوی دی.

د دغو ډاکټرانو په وینا، دا ناروغان ډېری هغه نجونې دي، چې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې له زدکړو منع کړل شوې دي.

د افغانستان په بلخ پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي یوې زده کوونکې له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، له هغه راهیسې په رواني ناروغۍ اخته شوې چې د طالبانو حکومت پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

دغه محصله چې اړول شوی نوم یې خوشي بلل شوی، وايي، "کله چې پوه شوم ذهني روغتیا مې ښه نه ده، خپه شوم. هېڅ خوشحاله نه وم، تل به خواشینې وم. داسې احساس مې کاوه لکه یوه مرغۍ چې په پنجره کې بنده وي او خپلې ټولې خوښۍ یې له لاسه ورکړې وي."

د نوموړې کورنۍ دا وهڅوله چې خپله رواني درملنه پيل کړي.

خوشي چې وايي، بدو حالتو ته"نه تسلمېږم" او د خپلې راتلونکې غم ورسره دی، د خپلې سالمې روغتیا په لټه کې تر رواني ډاکټره ورسېده.

خوشي په میاشت کې دوه ځلې رواني ‌‌ډاکټر ته ورځي چې رواني روغتیا کې ورسره مرسته وکړي.

رواني ډاکټر یې د خوندیتوب لپاره د نوم له اخیستو ډډه کړې، خو وايي، چې د ناروغانو شمېر یې درې برابر لوړ شوی دی.

دی وايي، "د طالبانو له واکمنۍ مخکې مې څلور یا پنځه ناروغان د ورځې معاینه کول، خو اوس د ورځې لسو نه تر پنځلسو ناروغان ګورم.د ناروغانو شمېر وروسته له هغه لا زیات شو چې طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو تګ بند کړ."

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه ډاکټر وايي، د ناروغانو په ډله کې یې د ښځینه ناروغانو شمېر لوړ شوی دی.

له دې مخکې بي بي سي ته په استول شویو لیکنو کې هم افغانو نجونو د خپلې رواني روغتیا یادونه کړې وه، چې د ځور لامل یې پر زدکړو د طالبانو لخوا لګول شوي بندویزونه په ګوته کړي وو.

د طالبانو حکومت افغانې نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو منع کړې دي، له پوهنتونونو یې په بشپړ ډول بندې کړې او له محدودو سکتورونو پرته بل ځای یې د کار اجازه نه ده ورکړې.

نه یوازې دا بلکې ښځې له سفر، سپورتي کلپونو او پارکونو ته له تګ هم منع شوې چې رواني درملنه کې ستر رول لري.

خوشي ته یې ډاکټر د درملو ترڅنګ د ځان خوشحاله ساتلو لارښونه هم کړې او له همدې امله یې اوس هنرونو ته مخه کړې ده.

دمګړۍ نوموړې انځورګري کوي چې ژوند یې خوشاله تېر شي او یو هنر هم زده کړي.

دا وايي، درملنې ورسره مرسته وکړه چې راتلونکې ته هیله منه شي.

خوشي زیاتوي، "د هنر له زدکړې مخکې به زه ډېره خپه وم، اوس لږ ښه یم خو د بد وضعیت له کبله زه په ژوند کې نهیلې یم. خو زه ماتې نه منم. زه مبارزه کوم. هیله ده چې راتلونکې کې حالت یو څه ښه شي."

افغانستان کې د رواني ناروغۍ چوپړونه ډېر کمزورې دي او د رواني ډاکټرانو شمېر هم ډېر کم دی.

دې هېواد کې د لسیزو جګړو له کبله ویل کېږي چې نیمايي افغانان په رواني ناروغۍ اخته دي. یو شمېر رواني ډکټران په افغانانو کې رواني ناروغي آن یو پټ ناورین ګڼي.