اروپايي ښارونو کې د افغانستان د ښځو په ملاتړ لاریونونه
د اروپا او د نړۍ ځینو نورو ښارونو کې د افغانستان د نجونو او ښځو د حقونو په ملاتړ لاریونونه وشول. معترضانو لندن، فرانکفورټ، برلین، پاریس، نورنبرګ، بروکسل، واشنګټن او ځینو نورو ښارونو کې د افغانستان د ښځو وضعیت ته د نړیوالو د لا نور پام اړولو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تېره ورځ د تړلو دروازو ترشا خپله غونډه د ښځو وضعیت ارزولو ته ځانګړې کړې وه.