د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان سره د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره د يو ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم اميري
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې راتلوونکې ژمي لپاره اړو افغانانو ته د خوراکي توکو د رسولو فرصت له لاسه وځي او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړي چې د راتلوونکو شپږ میاشتو لپاره یو میلیارد ډالر ورکړي. ډبلیو ایف پي وايي که پر وخت ورسره مرستې ونه شي نو بیه به یې د بېوزلو خلکو ترڅنګ هغه ښځې پرې کړي چې په افغانستان کې له کمو فرصتونو سره سره خپلو کورنیو ته نفقه ګټي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وايي په داسې حال کې چې هره ورځ په افغانستان کې ښځې له ټولنیز ژوند ګوښه کېږي او هغو مېرمنو ته چې خپلو کورنیو ته نفقه ګټي کاري فرصتونه کم دي ډبلیو ایف پي د دغسې مېرمنو وروستۍ هیله ده.
د ډبلیو اېف پي د چارواکو په وینا اوس چې دوی د بودیجې د کمښت له امله خپلې مرستې او د مرستو کچه کمه کړې دغه مېرمنې له لا ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. د خوړو د نړویوال پروګرام د بېړنیو مرستو رسولو څانګې مشرې کیونګ نن پارک پر ایکس یا پخواني ټویټر د اړو افغان مېرمنو یوه ویډیو خپره کړې او یو ځل بیا یې پر نړیوالې ټولنې غږ کړي چې لاسنوی یې وکړي.
په ويډيو کې راغلي، "دلته ښځې د ژوند وروستي هیله له لاسه ورکوي، ځکه چې ډبلیو ايف پي اړه شوې چې په داسې یو هېواد کې چې پنځلس میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به یې له کومه ځایه راځي خپلې مرستې کمې کړي. ډبلیو ایف پي په عاجله توګه د سوړ او ناوړه ژمي لپاره له افغانستان سره د مرستې په خاطر یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، ډبلیو ایف پي د افغانستان وروستۍ هیله ده. "
آغلې پارک چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و ویلي چې د ډبلیو اېف پي د بودیجې کمښت په دې مانا دی چې ۱ میلیون افغانو میندو او د هغوی ماشومانو ته اړینې مرستې چې ژوند یې پر تکیه دی ونه رسېږي. څو ورځې وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې افغانستان کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي فرصت له لاسه په وتو دی.
د یاد بنسټ د آسیا د برخې مشر جان ای لیف ویلي، ډبلیو اېف پي د پيسو د کموالي له یوه بې ساري کړکېچ سره مخامخ دی. هغه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په سخت ژمي کې د افغانستان خلک هیر نه کړي. جان ای لیف چې د افغانستان شمالي ولایت کندز ته تللی ویلي خلکو د خوراکي توکو د رانیولو توان له لاسه ورکړی او د ډبلیو اېف پي له خوا ویشل کېدونکي نغدي مرسته د بېوزلو کورنیو لپاره حیاتي ارزښت لري.
د هغه په ژبه بازارونو کې خوراکي توکي شته، خو خلک پیسې نه لري چې وايې اخلي او کاري فرصتونه هم ډېر کم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دری میاشتې وړاندې ډبلیو اېف پي په یوه رپوټ کې ویلي وو چې افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ او ان مرګ له خطر سره مخامخ دی. دا په داسې حال کې ده چې ډبلیو ایف پي وار دمخه لس میلیونه اړ کسان د خپلو مرستو له لیسته ایستلي دي او اوس مهال یوازې دریو میلیونو هغو کسانو ته مرستې رسوي چې تر نورو ډېر اړ دي. یوه له هغو کسانو فاطمه چې د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو له لسته ایستل شوې وايي، "موږ د اوړو او غوړيو لپاره ناست يوو، خوار غريب ملک دی، څه نشته، دا ماشومان وايي چې ۱۵ شپې بې اوړو او غوريو ناست وو. "
په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي ویاند وحیدالله اماني له بي بي سي سره خبرو کې ویل که د راتلوونکو شپږو میاشتو لپاره نړیواله ټولنه یو مdلیارد ډالر ورنکړي نو بیه به یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان بې وزله خلک پرې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي د نویو شمېرو له مخې په ۵۱ هېوادونو ۴۰ میلیونه وګړي د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخامخ دي چې ۱۵ میلیونه یې افغانان دي. د افغان بېوزله مېرمنو د وضعیت په اړه مو د خوړو د نړیوال پروګرام اندېښنې د طالبانو له ویاندونو سره هم شریکې کړې هغوی په دې تړاو څه ونه ویل.
دوه کاله وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ټکني شوي، بېکارې او بېوزلې ډېره شوې ده. دې موده کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې هم کمې شوي.
وچکالۍ او د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او د نجونو پر زدکړې محدودیتونو افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ ستونزه لا پراخه کړې ده. خو په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې یو لړ اقتصادي پروژې یې عملي کړي چې ګڼ شمېر افغانانو ته په کې د کار کولو فرصت برابر شوی دی.











