د خوړو نړيوال پروګرام: افغانستان کې ۲۰ ميليونه خلک د خوړو نشتوالي له جدي ګواښ سره مخ دي

د عکس سرچینه، WFP
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه نوي راپور کې ويلي، د ۲۰ میلیونو افغانانو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی، چې له دې ډلې شپږ میلیونه یې خوراکي توکو ته "بېړنۍ اړتیا" لري.
دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ۳ اعشاریه ۲ میلیونو ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان هم له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په دې راپور کې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر مارچ مياشتې پورې د افغانستان وضعیت څېړل شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په نوي راپور کې راغلي، په ۲۰۲۳ کال کې د اټکل له مخې د افغانستان د نفوس له درېیو دوه برخې وګړي، په څو برخو کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه بنسټ په وينا، "افغانستان په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د تر ټولو ډېرو پېښېدونکو ناروغيو سره مخ دی او په هرو دوو کورنیو کې یوه کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي."
د خوړو نړيوال سازمان وايي، په منځنۍ کچه د کورنیو ۸۸ سلنه عايد پر خوراکي توکو لګول کېږي، ځکه ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نشي خوړلی.
راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې ۸۱ سلنه خلک له کړکېچ سره د مقابلې لپاره له دوو لارو کار اخلي، یوه یې د خواړه پور کول او بله یې د لویانو د خوړو کمول دي.
افغانستان کې اقتصادي ستونزه یوه له لویو اندیښنو څخه ده، دې ادارې ويلي، په هرو لسو کورنیو کې څلور د خپلو دندو له لاسه ورکولو اندېښنه لري.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بيا ځلې واک ته رسېدو سره نړيوالو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې او د طالبانو حکومت لا هم کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی چې له امله يې اقتصادي ستونزې راولاړې شوې او د افغانانو پر ژوند يې ژور اغېز کړی دی.
طالبان بيا د تېر پرتله د اقتصادي ودي خبر ورکوي او وايي د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي.










