په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه: 'زه په پولیسو کې د ښځو ساتنې لپاره وم خو اوس د ځان ساتنه نه شم کولای'

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, حمیرا کنول
    • دنده, بی بی سی اردو ڈاٹ کام آسلام آباد

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ له یو نیم کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. په دې موده کې طالبانو ښوونیز نظام بند کړ او بیا یې دندو ته له تګ منع کړې.

دغه راز بازار او یا پارکونو ته، له محرم پرته یې پر تګ سختي راغلې او ځینې وخت خو بیا د جامو اغوستلو بڼې له امله له تاوتریخوالي او نیوکو سره مخ شوې دي.

افغان مېرمنې نن ورځ په خپل ژوند، خپلو حقونو او حتی پر خپل هویت هیڅ کنټرول نلري.

په دې مودې کې ځینو مېرمنو لاریونونه وکړل، د بېلګې په توګه د هرات پوهنتون يوې محصلې د نارينه وو جامې اغوستې او ويل يې دلته په افغانستان کې د نجونو پاتې کېدل جرم دي. "زه د نارینه وو جامو اغوستلو ته اړه شوې یم ځکه نارینه نه غواړي د ښځو د حقونو غوښتلو لپاره ودریږي. "

په تېرو څو ورځو کې ځینې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي طالبان مېرمنې ان تر چادرۍ لاندې وهي. خو ښځو د خپلو حقونو لپاره مبارزه جاري ساتلې.

په دې راپور کې افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه له یو شمېر ښځو سره خبرې شوې دي.

افغان مېرمنې

"زه د خپل راتلونکي په اړه هېڅ نه پوهېږم"

۲۲ کلنې رزمنده بي بي سي ته په تیلیفون وویل، د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه هېڅ نه پوهېږي.

رزمنده په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه او په عین وخت کې یې خپلې زده کړې هم کولې.

هغه وايي، اوس مجبوره ده چې په کور پاتې شي، نه شي کولای نورې زده کړې وکړي او نه ښوونځي ته د درس ورکولو لپاره تلای شي.

رزمنده د خبرو په لړ کې وپوښتل، "ایا تاسو له ما سره مرسته کولای شئ؟" زه پاسپورټ لرم، خو دلته په کابل کې سفارت نشته، یوازنۍ لار دا ده چې له پولې تېره شم او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره خپل نوم ثبت کړم.

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

"زه د ښځو ساتنې لپاره په پولیسو کې وم خو اوس د ځان ساتنه نه شم کولای"

پخوانۍ پولیسه، چې د طالبانو تر حکومت مخکې یې د ښځینه پولیسې په توګه دنده ترسره کوله، کورنۍ یې په کابل کې اوسېده، اوس مجبوره شوې چې د ښار له یوې څنډې بلې ته کډه وکړي.

دغې پوليسې چې نوم یې د امنيتي دلايلو له امله نه دى په ډاګه شوى، موږ ته وويل: "ما پخوا د ښځينه پوليسې په توګه د ښځو د ساتنې لپاره کار کاوه، خو اوس له ځانه دفاع نه شم کولاى، د خپلوانو کورونو ته هم نه شم تللى."

هغه وايي کله چې له کوره بهر ځي نو چادري او یا حجاب اغوندي. د یو نیم کال په مودې کې مجبوره شوې چې ډېر کورونه بدل کړي. او وايي زما د کور توکي یو - یو خرڅ شول.

نوموړې وايي، اوس چې بندي طالبان خوشې شوي دي، که تر هغې ور ورسېږي نو وبه وژني. وايي زموږ لپاره هېڅ خوندي ځای نشته. یوازینۍ لار دا ده چې خپل هویت پټ کړم. زه د ټولنې ډېرو مشرانو ته د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره ورغلم خو هغوی راسره مرسته ونه کړه. زه نشم کولای ځان د یوې ښځینه پولیسې په توګه چا ته ور وپېژنم.

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

"دلته ژوند په پنجرې کې د اوسېدو په څېر دی"

ذکیه زهدت یوه ټولنیزه فعاله ده او هڅه کوي چې د افغان مېرمنو حال نړۍ ته ورسوي. اغلې ذکیه وايي، دلته ژوند په پنجرې کې د اوسېدو په څېر دی.

له بي بي سي سره په مرکه کې نوموړې وویل، له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، موږ شاوخوا ۱۵ لاریونونه کړي. د ښځو پر وړاندې ډېرې ستونزې شته. طالبان هغه کسان څاري چې لاريونونه يې تنظيم کړي، زما په ګډون يې ډېر کسان نيولي دي.

هغه وايي: "اوس موږ د ګرځنده ټیلیفون سيم کارت هم نه شو اخيستلاى، زه ډېر بد احساس لرم، د هغې مرغۍ په شان چې په پنجره کې بنده وي." زه اوس هیڅ نشم کولای.

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

"که طالبان غواړي چې په واک کې پاتې شي، نو د ښځو پر مخ دروازې تړل ناشوني دي."

مونیتا مبارز یوه ټولنیزه فعاله ده. هغه وايي: "طالبانو امر کړی وو چې زما په لیدو سره ما ووژني نو له همدې امله اړه شوم چې له هېواده ووځم."

مونیتا زما مخې ته د قهوې پیاله کېښوده، کله یې چې ما ته د خپل کور او کورنۍ پرېښودو او په موقتي توګه پاکستان ته د تګ خبرې کولې، نو په سترګو کې یې اوښکې راغلې، هغې وویل: زه نه پوهیږم چې زما سفر به څنګه وي ؟

"زه له طالبانو تمه نه لرم چې زموږ پیغامونو ته پام وکړي، خو زه غواړم دا ورته ووایم چې که تاسو غواړئ په افغانستان کې پاتې شئ، د افغانستان په سیاست کې پاتې شئ، د افغانستان په حکومتي جوړښت کې پاتې شئ، افغانستان ته وده ورکړئ، نو که ښځې ونه منئ او یا یې د ټولنې او حکومت له ټولو برخو لېرې کړئ دا ناشونې ده. "