افغان مېرمنې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي
له هغه راهیسې چې په افغانستان کې طالبانو نجونې له منځني ښوونځي منع کړې دي، دا دی یوه میاشت وشوه. په روغتیايي سکتور کې له ښځینه کارکوونکو پرته، نورې ښځې هم تر اوسه نه دي توانېدلې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.
بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې وه، چې د افغانستان ښځو چارو پخواني وزارت ته ورشي چې اوس په امر به معروف و نهی انل منکر بدل شوی دی.
بي بي سي د طالبانو یو ویاند په افغانستان کې د ښځو پر راتلونکي وپوښت.