د افغانستان دولتي روغتونونو کې د درملو کمښت ستونزه: "آن د سر درد ګولۍ ځینې روغتونونو کې نه پيدا کېږي"

- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په کندهار او ننګرهار کې ډاکټرانو او ځینې ناروغانو بي بي سي پښتو ته ویلي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په روغتیايي مرکزونو کې درمل په کمساري ډول کم شوي دي.
د کندرهار په سپین بولدک کې روزي خان وايي، تېره یوه میاشت کې "درې ځلې ځايي روغتون ته ورغلی خو آن ځینې وخت په کې د سردر ګولۍ نه پیدا کېږي."
روزي خان زیاتوي، کله چې په دولتي روغتونونو کې درمل ورنه کړل شي، مجبورېږي په شخصي درملتونونو کې یې واخلي، خو وايي اقتصاد یې دومره پیاوړی نه دی چې "ټول درمل په بازار کې واخلي."
په کندهار کې د درملو د کمښت خبره وروسته له هغه کېږي چې تېر جولای کې د سره صلیب کمېټې وویل، په کندهار کې د میرویس روغتون په ګډون د ۲۵ روغتیایي مرکزونو له ملاتړه لاس اخلي.
سره صلیب د دې کار دلیل د مرستو کموالی یاد کړی و.
د کندهار په سپین بولدک کې یوه ډاکټر هم بيبيسي ته ومنله چې له تېرو درېیو میاشتو راهېسې د دغه ولایت په ګڼو روغتیايي مرکزونو کې درمل "ډېر کم شوي دي."
د دغه ډاکټر په وینا، "د پراستامول او بروفین په ګډون لسګونه قلمه درمل په روغتونونو کې خلاص شوي او ناروغان تش لاس کورونو ته ستېږي."

په کندهار کې د روغتیا برخې مرستیال ډاکټر سید احمد شاداب هم مني چې د یونیسف له خوا مرسته کېدونکو روغتونونو کې درمل کم شوی دي.
ښاغلي شاداب بيبيسی ته وویل، تېره اونۍ یې په کندهار د یونیسف له چارواکو سره کتلي او تمه لري چې ښايي دغه ستونزه "ژر هواره شي."
یونیسف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کندهار د روغتیا برخې دغه چارواکی وايي، درمل ځکه په ځینو روغتونونو کې خلاص شوي چې د یونیسف له خوا له بهره افغانستان ته د درملو بهیر یو څه ځنډېدلی دی.
په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم ناروغان او ډاکټران له ورسته ستونزې سره مخ دي. محمود (اصلي نوم یې نه دی) خپله ورېندار له څلورو ورځو راهیسې د جلال اباد په حوزوي روغتون کې بستر کړې ده.
نوموړی وايي، "ناورغ مو د ملا عملیات درلودل، دا څلورمه ورځ ده چې هېڅ ډول درمل روغتون کې نه دي راکول شوي. آن د مالوچو په څېر د زخم د رغولو عادي دوا هم په بازار کې اخلو. تر اوسه مې دلس زرو افغانیو دوه اخیستې."
بې وزلي او بازار کې په لوړه بیه درمل

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي وايي، د ده په څېر کورنیو لپاره ډېره ګرانه ده چې په "اوسنیو بې وزله شرایطو کې" خلک ټول درمل په بازار کې واخلي.
په جلال اباد کې حوزوي روغتون د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان خلکو لپاره مرکزي روغتون دی چې هره ورځ سلګونه ناروغان ورځي.
د ننګرهار یو طبي سیمه ییز چارواکی چې نه غواړم نوم یې واخیستل شي، وايي سره له دې چې درمل کم شوي، د خلکو غوښتنه هم د پخوا ډېره شوې.
د دغه چارواکو په وینا، "خلک غریب شوي، بازار کې درمل نه شي اخیستی، هر ناروغ دولتي مرکزونو ته راځي، خو درمل کم دي او نه ورته رسېږي."
په ۲۰۲۱ کال د طالبانو حکومت له بیا واکمنۍ سره په افغانستان کې ګڼو خیریه ټولنو خپلې مرستې کمې کړې، چې لوی زیان یې طبي سکتور ته رسېدلی دی. په روغتیا برخه کې ځینې پروژې چې نړیوال بانک یې مالي ملاتړ کاوه، یا په ټپه ودرېدې او یا هم و ځنډېدې.
داسې حال کې چې د افغانستان په ځینو سیمو کې ژمی په رانژدې کېدو دی، د درملو کمښت ښايي تر ټولو ډېر سرخوږی هغوی ته جوړ کړي چې بازارونو کې د درملو اخیستو وس نه لري.











