د انټي بیوټیک درملو جوړول ولې سخت دي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نویو انټي بیوټیک درملو سرچینې د کومودو ښامارانو په وینه کې هم لټول کېږي

د انټي بیوټیک درملو بې پروا او بېځایه کارول ددې اندېښنو سبب شوي چې کېدای شي په راتلونکي کې دا درمل خپل اغېزناکتوب له لاسه ورکړي.

د نویو انټي بیوټیک درملو موندل ولې ساینسپوهانو ته دومره ډېر سخت دي؟

دا کیسه هغه وخت پیل شوه چې په لسګونو کاله وړاندې په تصادفي توګه یو ډول پوڅکۍ( پوپنک، فنګس) وموندل شوه چې په عصري درملو کې یې انقلاب راوست.

شاوخوا ۹۰ کاله پخوا، کله چې ساینسپوه الکساندر فلیمینګ، له یوې رخصتۍ راستون شو، د لندن په (سېنټ مېریز) روغتون کې د خپل لابراتوارپه یو لوښي کې یې یو ډول پوڅکۍ ومونده چې د پینیسېلیم (Penicillium) نوم یې ورباندې کېښوده.

۱۹۵۰ کلونه د انټي بیوټیک درملو د موندنې طلايي عصر بلل کېږي، ځکه پر دغه مهال بېلابېلو ناروغیو ته نوي درمل وموندل شول.

اوس، ساینسپوهان نوي انټي بیوټیک درملو موندلو لپاره په خاوره، سمڅو، مکروبونو او د کمودو ښامارانو په وینه تجربې کوي.

ساینسپوهان نه یوازې د طبیعي سرچینو پر لټه بوخت دي، بلکې په مصنوعي درملو پسې هم لاس او پښې وهي.

خو پر یو شمېر بې سارو پرمختګونو سربېره، د اغېزناکو انټي بیوټیک درملو شمېر په کمېدو دی- هغه درمل چې د مکروبونو مخه نیسي او د هرډول جراحي عملیاتو، د غړو پېوندولو او د زهرجنو خوړو له امله د ناروغیو د علاج لپاره خورا اړین دي.

ځینو ډېرو وژونکو مکروبونو د پينيسيلین درملو پر وړاندې مقاومت پېداکړی، سره له دې چې له ۱۰۰ ډېر راز راز انټي بیوټیک درمل شته دي، هرکال دا مقاومت لرونکي مکروبونه په نړۍ کې ۷۰۰،۰۰۰ خلک وژني.

که مخه یې ونه نیول شي، کیدای شي تر ۲۰۵۰ کاله پورې دا شمېره هرکال ۱۰ میلیونو ته ورسېږي.

نو که دا ستونزه دومره جدي ده، نو د طبي او ساینسي پرمختګونو پدې عصر کې، ولې د نویو انټي بیوټیک درملو جوړول، چې ورته سخته اړتیا ده، دومره سخت دي؟

ګواښوونکو مکروبونو سره مبارزه

د نویو انټي بیوټیک درملو جوړول ځکه سخت دي چې له یوې خوا دا د ساینس لپاره یوه ننګونه ده چې باید حل یې کړي او له بلې خوا د اقتصادي کمزورتیا له امله د لا نورو څېړنو او ساینسي پرمختګونو لپاره د پیسو کمښت دی.

په ۱۹۴۰ مو کلونو کې د نړۍ د لومړي انټي بیوټیک دارو، پينیسیلیم، موندل هم د الکساندر فلېمینګ د اوږدو څېړنو او نورو ساینسپوهانو سره د همکاریو د لړۍ نتیجه وه.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الکساندر فلېمینګ د لندن د سېنټ ماریز په روغتون کې په خپل لابراتوارکې

الکساندر فلېمینګ هغه مهال په خپله خبرداری ورکړی و چې کیدای شي مکروبونه د درملو پر وړاندې د مقاومت وړتیا ومومي.

د یو ناروغ له نظره ښايي د مکروبي ناروغیو د علاج لپاره د انټي بیوټیکونو کارول یوه ساده خبره وي، خو دا دارو له هغو مکروبونو سره چې باید له منځه یې یوسي، ډېري پیچلې اړیکې لري.

ټول مکروبونه بدلون مومي او هغه چې د انټي بیوټیکونو پر وړاندې مقاومت وړتیا مومي، ژوندي پاتې کېږي او هغه چې مقاومت نه مومي وژل کېږي.

هرڅومره چې موږ انټي بیوټیکونه ډېر وکاروو، د هغو پر وړاندې د مکروبونو مقاومت موندل ګړندي کېږي.

د انټي بیوټیک درملو له حده ډېر او بیځایه کارول، د انسانانو او حیواناتو د روغتیا لپاره پرلپسې ستونزه ده چې باید تل هڅه وشي د مقاومت موندونکو مکروبونو پر وړاندې بریالي شي.

د انټي بیوټیک درملو ځینې حیرانوونکې سرچینې چې اوس پلټل کېږي

  • ساینسپوهان پدې باور دي چې کیدای شي د کمودو ښامارانو په وینه کې داسې توکي وي چې د مکروبي شویو ټپونو علاج کولای شي
  • د امازون په سیمه کې داسې پاڼې - خوړونکي مېږیان موندل شوي چې د خپلو ځالو د خوندي ساتلو لپاره د یوډول مکروبونو څخه کار اخلي
  • زموږ ترپښولاندې خاورې د نویو مکروبي ضد توکو یوه مهمه پخوانۍ سرچینه ده
  • د انسان په پزه کې هم یو ډول انټي بیوټیک موندل شوي چې مقاومت لرونکي مکروبونه وژلی شي
  • د بي بي سي براډکاسټینګ هاوس په یوه خونه کې په یو زاړه ماشین کې څلور ډوله توکي موندل شوي چې کیدای شي نوي انټي بیوټیک درمل ورڅخه جوړ شي

د کلونو کلونو ازموینې

د باکټیریا( مکروب) وژونکو کیمیايی توکو موندل اسانه دي.

خو د داسې توکو موندل او جوړول ډېر سخت دي چې د انسانانو لپاره زهرجن هم نه وي.

له بلې خوا د توکو له موندلو او بیا له هغو څخه د اغېزناکو درملو تر جوړولو پورې لاره ډېره اوږده ده او په دې لاره کې د ناکامیو کچه لوړه ده.

دا بهیرد هغو وړو ژوندیو موجوداتو د موندلو او پېژندلو لپاره د بنسټیزو څېړنو څخه پیلېږي چې انټي بیوټیک یا مکروبي ضد توکي تولیدوي.

په زرګونو امکانات څېړل کېږي- او دا داسې یوه پروسه ده چې کلونه کلونه وخت نیولای شي.

ساینسپوهان راز راز کیمیايي توکو، ددغو توکو ترکیباتو او جوړښتونو ته کتنه کوي او هغه لارې چارې لټوي چې وکولای شي مکروبونه کمزوري کړي.

ځیني کیمیايي توکي ښايي د مکروبونو د بدن ژواڼکو (حجرو) پر دېوال برید وکړي، ځینې نور ښايي د ژواڼکو دننه فعالیتونه یا میتابولیزم ګډوډ کړي.

کله چې یو اغېزناک توکی وموندل شي باید پر یوه ساري مکروب باندې وازمویل شي.

که پایله ښه وه، نو بیا دا توکی د احتمالي زهرجن توب له پلوه ازمویل کېږي چې د انسانانو بدن ته زیان ونه رسوي. له هغه وروسته باید په زیاته کچه تولید کړل شي.

له دې تولو وروسته بیا د کلینیکي ازموینو( په روغتونونو کې پر انسانانو باندې د درملو ازمویلو) پړاو پېلېږي چې هغه هم کلونه کلونه وخت غواړي.

په ټوله کې، له موندنې تر درملو جوړولو پورې شاوخوا ۱۰-۲۰ کاله وخت تېرېږي.

د انټي بیوټیک درملو له حده زیات کارول

  • د انګلستان د عامې روغتیا اداره وايي په نسخو کې د انټي بیوټیک درملو ورکولو پنځمه برخه غېر ضروري دي
  • دغه اداره وايي ټوخی یا برانشیت ناروغۍ تر درېوو اونیو پورې په خپله له منځه ځي، خو انټي بیوټیکونه دغه موده یوازې یوه یا دوه ورځې لنډوي
  • په انګلستان کې هرکال تخمینا ۵،۰۰۰ کسان د هغو مکروبونو له امله مري چې د درملو پر وړاندې یې مقاومت موندلی وي
  • په ټوله نړۍ کې، که دې ستونزې ته پام ونه شي، د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي مکروبونه کیدای شي تر ۲۰۵۰ کاله پورې د سرطان ناروغۍ په پرتله ډېر خلک ووژني.
  • د انټي بیوټیک درملو یوه زیاته برخه پر حیواناتو کارول کېږي- د امریکا په متحدو ایالتونو کې یې کچه ۸۰ سلنې ته رسېږي

د نویو موندنو نشتوالی

واضح ده چې دا پېچلتیا او نامعلومه حالت لګښت غواړي، نو همدلته ده چې مات او کمزوری اقتصاد رول لوبوي.

که له یوې خوا د انټي بیوټیک درملو جوړول یو پيچلی کاردی، له بل پلوه نوي او پرمختللي تولیدات په ازاده توګه نه شي پلورل کېدای.

نوي درمل باید د جدي ناروغیو لپاره وساتل شي- لکه د کولستین دارو چې د '' وروستۍ چارې درمل'' په توګه کارول کېږي.

له دې امله د پانګې اچونې لپاره دا یو جذابه فرصت نه ښکاري، په تېرو ۳۰ کلونو کې د درملو جوړولو شرکتونو د نویو مکروب ضد درملو جوړولو کارونه په زیاته کچه کم کړې دي.

په لسګونه کلونه کېږي چې نوي انټي بیوټیک درمل نه دي جوړشوي.

په حقیقت کې، ټول هغه انټي بیوټیک درمل چې په تېرو ۳۰ کلونو کې بازار ته راوتلي، د موجودو درملو چې له ۱۹۸۴ وړاندې موندل شوي، بېلابېل ډولونه دي.

د ډېرې اندېښنې وړه خبره داده چې، ډېره موده پخوا په ۱۹۶۲کې د انټي بیوټیک درملو وروستي نوي ډولونه جوړشول چې د ډېرو مقاومت لرونکو مکروبونو پرضد وکارول شول.

په دې مکروبونو کې هغه شامل دي چې د ګڼو درملو پرضد مقاومت لري او د وینې د سختې او وژونکې مکروبي کېدو او سینه بغل ناروغۍ سبب کېږي.

دا مقاومت لرونکي مکروبونه، د روغتونونو او هغو ناروغانو لپاره چې د ژوندي ساتلو لپاره یې مصنوعي وسایل کارېږي، یو ځانګړي ګواښ دی.

نور مقاومت لرونکي مکروبونه هم شته چې د ځینو عامو ناروغیو سبب کېږي لکه د ګونوکوک مکروب له امله د ګونوریا ناروغي ( د جنسي غړو مکروبي کېدل) او غذايي تسمم چې د سلمونیلا مکروب له امله رامنځته کېږي.

په وروستیوکلونوکې، چې د مکروبونو د مقاومت موندلو په اړه عامه پوهاوی ډېرشوی او سیاستوالو د ډاکټرانو او ساینسپوهانو خبرداریو ته غوږ نیولی، دولتي او نادولتي څانګې په ګډه هڅه کوي چې ددې ستونزې لپاره د حل لاره ومومي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۱۷ کال د مۍ ترمیاشتې، په ټوله کې ۵۱ ډوله انټي بیوټیکونه تر کلینیکي ازموینو لاندې وو - تقریبا درېیمې برخې یې هغو مکروبونو ته پام اړولی و چې انسانانو لپاره ترټولو ګواښوونکي دي او د مکروبونو یا باکتریاوو ۱۲ کورنې پکې شاملې دي.

خو یوازې یو کوچنی شمېر یې نوي تولیدات دي- چې د موجودو انټي بیوټیکونو پر بنسټ نه دي ولاړ.

یوازې بخت بسنه نه کوي

نوي درمل ډېر مهم دي خو د ستونزې د حل یوازې یوه برخه ده.

موږ باید واکسینونه هم ولټوو چې له لومړي سره د بدن د مکروبي کېدو مخنیوی وکړي.

او دا به لا ښه وي چې د مکروبي ناروغیو لا کره تشخیص او پېژندنه وشي چې ډاکټران وکولای شي ترټولو ښه او مناسب علاج وکړي.

په دې هم باید ځان لاښه پوه کړو چې د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي مکروبونه په کومو ځایونوکې خپرېږي، نه یوازې په خلکو، بلکې په حیواناتو او چاپېریال کې هم.

د ټولې نړۍ په روغتونونو، کلینیکونو او ټولنو کې د نظافت او پاکۍ لا ښه کول، به له پېله د ساري ناروغیو د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته وکړي.

که موږ غواړو چې د مقاومت لرونکو مکروبونو پر وړاندې بریالي شو او بریالي پاتې شو، نه شو کولای هغسې یو بخت او تصادف باندې اتکا وکړو لکه چې په ۱۹۲۸ کال کې الکساندر فلېمینګ ورسره مخامخ شو.

د دې لپاره چې د درملو جوړولو صنایع او حکومتونه په ګډه کار وکړي او نوي اغېزناک درمل بازار ته راوباسي د لا نورو ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.

ښايي ترټولومهمه به داوي، چې دغو معجزه کوونکو، حیرانوونکو درملو یانې انټي بیوټیکونو ته هغه درناوی وکړو چې وړتیا یې لري.

انټي بیوټیکونه، زاړه او نوي، با ارزښته زېرمې دي، یوازې باید د اړتیا پرمهال د روغتیا د ساتلو او ښه کولو لپاره وکارول شي. له اړتیا پرته او بیځایه یې مه کاروئ.

ددې مقالې په اړه

بي بي سي دا څېړندویه مقاله له یوه کارپوه څخه غوښتې وه چې په یو بهرني سازمان کې کار کوي.

ټیم جینکس د ویلکم ټرسټ په موسسې کې د درملو پر وړاندې د مقاومت لرونکو مکروبونو د څانګې مشر دی. دا موسسه ځان یوه نړیواله خیریه موسسه بولي چې د هرچا د روغتیا د لاښه کولو لپاره کارکوي.

د ویلکم ټرسټ(The Wellcome Trust) موسسه، د امریکا په متحدو ایالتونکې د خپل یو ملګري شرکت، کارب ایکس(CARB-X) په مرسته د نویو انټی بیوټیکونو د موندلو ملاتړ کوي.

تېرکال یې د ۱۸ پروژو لپاره د پېسو اعلان کړی چې غواړي تر ټولو بېړنيو مقاومت لرونکو ګرام منفي مکروبونو پرضد ۸ ډوله نوي انټي بیوټیک درمل جوړ کړي.