افغانستان کې د درملو لګښت: پېښور کې يې سوداګر وايي کاروبارونه يې مخ په ځوړ دي
په افغانستان کې د درملو کمښت نوې اندېښنې راټوکولې دي. دغلته د درملو برابرولو ادارې وايي هېواد کې درمل مخ په خلاصېدو دي او یو لامل یې هم د درملو په وارداتو د طالبانو د حکومت څار دی.
په پېښور کې د درملو یو کاروباری چې افغانستان ته به یې درمل صادرول وايي بازار یې تر پخوا ډېر سوړ شوی دی.