ډبلیو اېف پي: افغانستان کې سخت ژمی را روان دی، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ده

د خوړو نړيوال پروګرام

د عکس سرچینه، Getty Images

د خوړو نړیوالو پروګرام (ډبیلو اېف پي) خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي فرصت له لاسه په وتو دی.

د یاد بنسټ د آسیا د برخې مشر جان ای لیف ویلي، ډبلیو اېف پي د پيسو د کموالي له یوه بې ساري کړکېچ سره مخامخ دی، سخت ژمی را روان دی او پنځلس میلیونه اړو کسانو سره مرستې لپاره یو میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالو پروګرام پر ایکس پخواني ټویټر یوه لنډ بیان کې ویلي چې افغانستان کې میلیونونه کسانو ته چې بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري، په بیړه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې دغه هېواد کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره وخت په پای ته رسېدو دی.

پر همدې پاڼه د آسیا او ارام سمندر سیمې لپاره د ډبلیو اېف پي د څانګې مشر جان ای لیف یو پيغام هم خپور شوی. په دې پیغام کې پر بسپنه ورکوونکو غږ شوی چې افغانستان له یوه سخت ژمي سره مخامخ کېدونکی دی او اړو خلکو ته باید شا نکړل شي.

نوموړی وايي، "دلته افغانستان کې ژمی راروان دی، دا به ډېر سخت ژمی وي. ډبیلو ایف پي د پیسو له یوه بې ساري کړکېچ سره مخامخ دی. موږ یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو چې سږ ژمي کې پنځلس میلیونو کسانو سره مرستې وکړو. موږ باید افغانستان ته شا نه کړو. مرسته کوونکي باید د بشریت لپاره ګام واخلي. موږ باید د افغانستان راتلونکي لپاره پانګونه وکړو."

خوړو نړيوال پروګرام

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړی چې د افغانستان شمالي ولایت کندز ته تللی وايي خلکو د خوراکي توکو د رانیولو توان له لاسه ورکړی. او د ډبلیو اېف پي له خوا ویشل کېدونکي نغدي مرسته د بېوزلو کورنیو لپاره حیاتي ارزښت لري.

ښاغلی اي لیف وايي دلته بازارونو کې خوراکي توکي شته، خو خلک پیسې نه لري چې وايې اخلي او کاري فرصتونه هم ډېر کم دي. دی وايي هغه پیسې چې خلکو لرلې نور خلاصې شوي او ډېرو کورنیو د کور قیمتي شیان هم پلورلي دي.

دری میاشتې وړاندې ډبلیو اېف پي په یوه رپوټ کې ویلي وو چې افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ او مرګ له خطر سره مخامخ دی.

د ډبیلو ایف دا لوړ پوړی چارواکی وايي، د پیسو د کموالي له امله یې د هغو کسانو له ډلې چې دوی مرستې ور رسولې، ۸۵ سلنه ته وویل شول چې نور دوی ته مرستې نه شي رسولی.

دوه کاله وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ټکني شوي، بې کارې او بېوزلې ډېره شوې ده. دې موده کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې هم کمې شوي. وچکالۍ او د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او د نجونو پر زدکړې محدودیتونو افغانستان کې د بېوزلۍ او بې کارۍ ستونزه لا پراخه کړې ده.