د خوړو نړيوال پروګرام له افغانانو سره د ۸۰۰ ميليونه ډالرو بېړنې مرستې غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي افغانستان د لوږې تر ټولو لوړ ګواښ سره مخ دی او په وینا يې د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره په بېړنۍ توګه د اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه ۸۰۰ ميلیونه ډالرو ته اړتيا لري.
ياد پروګرام وايي که بشري مرستې دوام ونکړي په سلګونو زره نور افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ شي.
په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ سره نړيوالې مرستې کمې شوې دي په ځانګړې توګه د تېر ډسمبر مياشت کې وروسته له هغه چې طالبانو په يوه فرمان کې په نړيوالو مرستندويه ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه د مرستو پروسه سخته اغېزمنه شوه.
تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه چې د طالبانو دا ګام له پراخو نیوکو سره مخامخ شو.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارمنانو ونډه اړینه ده.
د ملګرو متلونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ويلي، "د حیاتي مرستو وړاندې کولو په ګډون زموږ د کارونو ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتونو ښځینه کارمنانې کاملا ضروري دي. په بشردوستانه پرېکړو کې د ښځو او نجونو غږ کمرنګ دی. خو کله چې دوی هم شاملې شي، پایله یې د ټولو لپاره پیاوړې ده".
په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ويلي وو، د ۲۰ میلیونو افغانانو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی، چې له دې ډلې شپږ میلیونه یې خوراکي توکو ته "بېړنۍ اړتیا" لري.
د دغه سازمان په وينا، په افغانستان کې د ۳ اعشاریه ۲ میلیونو ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان هم له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په دې راپور کې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر مارچ مياشتې پورې د افغانستان وضعیت څېړل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د خوړو نړيوال پروګرام د بنسټ په وينا، "افغانستان په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د تر ټولو ډېرو پېښېدونکو ناروغيو سره هم مخ دی او په هرو دوو کورنیو کې یوه کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي."
د خوړو نړيوال سازمان وايي، په منځنۍ کچه د کورنیو ۸۸ سلنه عايد پر خوراکي توکو لګول کېږي، ځکه ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نشي خوړلی.
راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې ۸۱ سلنه خلک له کړکېچ سره د مقابلې لپاره له دوو لارو کار اخلي، یوه یې د خواړه پور کول او بله یې د لویانو د خوړو کمول دي.
افغانستان کې اقتصادي ستونزه یوه له لویو اندیښنو څخه ده، دې ادارې ويلي، په هرو لسو کورنیو کې څلور د خپلو دندو له لاسه ورکولو اندېښنه لري.

د عکس سرچینه، Reuters
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بيا ځلې واک ته رسېدو سره نړيوالو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې او د طالبانو حکومت لا هم کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی چې له امله يې اقتصادي ستونزې راولاړې شوې او د افغانانو پر ژوند يې ژور اغېز کړی دی.
طالبان بيا د تېر پرتله د اقتصادي ودي خبر ورکوي او وايي د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي.
تېره ورځ د طالبانو حکومت د مالیې وزارت چارواکو وويل چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې له ۱۹۴ ميلیارده افغانیو ډېر عواید راټول کړي چې په وينا يې دا د وړم کال پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.












