افغانستان سره بېړنۍ مرستې: نړيوال سلا شوي ۲۸۰ ميليونه ډالره ورولېږي
نړيوال بانک ويلي نړيوال بسپنه ورکوونکي سلا شوي، چې د افغانستان لپاره د بېړنيو بشري مرستو په توګه ۲۸۰ ميليون ډالره ورولېږدوي. دا پيسې به د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یونيسېف، او د خوړو نړيوال پروګرام له لارې لګول کېږي، چې له مخې یې د اړينو خوړو او روغتیا خدمتونه برابر شي.
له هغه راهيسې چې دا تېر اګست طالبانو پر واګو ولکه کړې، نړيوالې مرستې کنګل شوې دي.
خو ملګرو ملتونو پرله پسې ګوڅنډنه کوله، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري کړکېچ پر څنډه دی.
حفيظ الله معروف یې په اړه راپور چمتو کړی.