د خوړو نړيوال پروګرام: له اکټوبر مياشتې وروسته افغانستان سره د مرستې لپاره پیسې نه لرو

د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) مشرې خبرداری ورکړی چې د اوسنيو وړاندوينو له مخې د اکټوبر مياشتې تر پايه به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچينې ختمې شي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړيوال پروګرام رئیسې هيساو ويلي رويترز خبري اژانس ته ويلي، موږ کولی شو یوازې د څو مياشتو لپاره پنځه ميليونه وګړو سره مرسته وکړو خو له هغې وروسته مالي سرچينې نه لرو.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، "اوسنۍ بوديجې او د بسپنه کوونکو هېوادونو ژمنو ته په کتو به د مرستو کچې کمېدل په اګست کې پيل شي چې په سپټمبر کې به نور هم کم او بيا په اکټوبر کې ختمې شي چې دا وخت په افغانستان کې د ژمې له پیل سره سمون خوري."
هيساو وي لي وويل، دوی د اوس او راتلونکي کال د مارچ تر پایه شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته اړتيا لري.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو ښځينه کارکوونکو پر کار له سختو بنديزونو سره مخ دي. نوموړې وړاندې هم ويلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ميليونه وګړي د شپې په لوږه ويده کېږي.
د خوړو نړيوال پروګرام وړاندې هم د افغانستان لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، WFP
د ياد بنسټ په وينا، "افغانستان په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د تر ټولو ډېرو پېښېدونکو ناروغيو سره هم مخ دی او په هرو دوو کورنیو کې یوه کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي."
د خوړو نړيوال سازمان وايي، په منځنۍ کچه د کورنیو ۸۸ سلنه عايد پر خوراکي توکو لګول کېږي، ځکه ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نشي خوړلی.
افغانستان کې اقتصادي ستونزه یوه له لویو اندیښنو څخه ده، دې ادارې ويلي، په هرو لسو کورنیو کې څلور د خپلو دندو له لاسه ورکولو اندېښنه لري.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بيا ځلې واک ته رسېدو سره نړيوالو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې او د طالبانو حکومت لا هم کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی چې له امله يې اقتصادي ستونزې راولاړې شوې او د افغانانو پر ژوند يې ژور اغېز کړی دی.
طالبان بيا د تېر پرتله د اقتصادي ودي خبر ورکوي او وايي د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي.












