کار نړيوال سازمان: افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د ښځو کار کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د کار نړیوال سازمان یا آی اېل او وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ښځو کار ۲۵ سلنه کم شوی دی.

د دغه بنسټ تازه راپور وايي، د دولت له ړنګېدو د مخکينۍ يوې ربعې پرتله د تېر میلادي کال په وروستیو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره دندې له منځه تللي چې که دا بدلون نه وی راغلی نو نژدې یو میلیون کسانو به کاري فرصتونه ساتلي وی.

د ملګرو ملتونو د کار نړیوال سازمان په وينا، د طالبانو د واکمنۍ په اتلسو میاشتو کې بشري بحران دوام کړی او د کار بازار يې له سختو او ننګوونکو شرایطو سره مخ کړی.

دغه بنسټ د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې په خپل تازه راپور کې دا هم ليکلي، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې هم د وړم کال د دویمې ربعې پرتله د ښځو د بېکارۍ کچه پنځه ویشت سلنه ډېره شوې. خو په یاده موده کې د نارینه وو د بېکارۍ کچه هم ۷ سلنه لوړه شوې.

د دغه راپور له مخې د تېر میلادي کال په وروستیو څلورو میاشتو کې د دولت له پرځېدو د مخکې ربعې پرتله څلور نیم لکه ډېر کاري فرصتونه له منځه تللي او که بدلون نه وی راغلی نو نهه لکه کسان به له بېکاره کېدو ژغورل شوي وی.

د کار د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د ښځو پر کار لګول شوو بندیزونو د ښځو د بېکارۍ کچه نوره هم لوړه کړې او اوس مهال په داسې شخصي کارونو بوختې دي چې له کوره کېږي.

د افغانستان لپاره د دغه بنسټ همغږي کوونکي رامین بهروز ویلي، "پر ښځو او نجونو لګېدلو بندیزونو د هغوی پر تحصیل او د کار په بازار کې د هغوی د ګډون پر راتلونکي ژور اغېز کړی".

هغه بندیز چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره له شپږمو ټولګیو پورته د ښځینه زده کوونکو له راګرځولو سره پیل شو او په ټولو تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو کې يې د نجونو پر بندولو سربېره شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې ښځې په دولتي او نادولتي بنسټونو کې له کار کولو هم بندې کړې.

پر دې بندیزونو نیوکې او اعتراضونه روان دي. له افغانستانه بهر له اعتراضونو سره هممهاله په افغانستان کې دننه هم تازه یو شمېر ښځو لاريون کړی او د زده کړو او کار حق یې غوښتی.

هرات

د ملګرو ملتونو د کار د نړیوال سازمان راپور په يوه بله برخه کې د ۱۵ او ۲۴ کلونو عمر لرونکو تر منځ کسانو جاج هم اخیستل شوی او پایلې ښيي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په ځوانانو کې هم بېکاري ډېره شوې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د کار نړیوال سازمان دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی خو تازه يې د دغه بنسټ نورو ورته راپورونو ته په غبرګون کې دا اندېښنې بې ځایه بللې او رد کړې يې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، په ژوند او ټولنه کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان نیمايي نفوس ته د بشري مرستو رسولو لړۍ سخته زیانمنه کړې او پرمختګ يې کمزوری کړی.

په افغانستان کې د ټولو هغو نادولتي او نړیوالو مؤسساتو له ۳۵ تر ۴۰ سلنې برخه کارکوونکې ښځې دي چې شاوخوا ۲۱ مېلیونه مرستې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو بوختې دي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق بیا خبرداری ورکړی چې د هغو ميندوارو او یا شیدو ورکوونکو مېرمنو شمېره نژدې دوه برابره شوی چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم تازه په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې بشري او اقتصادي کړکېچ تر ټولو ښځې ډېرې اغېزمنې کړې دي او په تېرو څو میاشتو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو حکومت محدودیتونو د ښځو او نجونو کړاو لا پسې ډېر کړی دی.