بې پولې ډاکټران: ښځینه روغتیایي کارکوونکې د دندو له لاسه ورکولو اندېښنه لري

د عکس سرچینه، MSF
د روغتیا په برخه کې فعال بې پولې ډاکټران وایې له هغې وروسته چې په افغانستان کې طالب واکمنو د ښځو پر کار بندیز لګولی، د دوی روغتیایي کارکوونکو په ګډون ټولې ښځینه روغتیایي کارکوونکې اندېښمنې دي چې دندې به له لاسه ورکړي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې ویلي، په ټولو دولتي او غیر دولتو ادارو کې ښځینه روغتیایې کارکوونکې کار ته تللی شي.
خو بې پولې ډاکټران وایي وروسته تر هغه چې دوی د طالبانو وروستۍ پرېکړې وغندلې، ښځینه کارکوونکې یې د خپل راتلونکې په اړه نهیلې دي.
بې پولې ډاکټران وایي د دوی ۵۱ سلنه کارکوونکې ښځې دي.
د فرحناز په نوم ددې ادارې یوه روغتیایي کارکوونکې وایي:" په روغتون کې زموږ ډیرې ناروغانې ښځې دي، کله چې دوی زیږون کوي باید یو ځای ته لاړې شي، که طالبان موږ کار ته پرېنږدي، هېڅوک به له هغوی سره مرسته ونه کړي."
اغلې فرحناز زیاتوي، د ښځينه روغتیا پالانو د نشتوالي په وخت کې به د ډېرو میندو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
ددې تر څنګ افغانستان کې ډیرې داسې کورنۍ شته چې پالنه یې د ښځو په غاړه ده.
د بېنش په نوم د بې پولې ډاکټرانو یوه کارکوونکې وایي: " زما د اووه کسیزې کورنۍ یوازنۍ ګټيالۍ زه یم، که دنده له لاسه ورکړم بل څوک مو د لاس نیوي نشته."

د عکس سرچینه، MSF
په افغانستان کې ښځې او ماشومان د ټولنې تر ټولو ډېر زیانمنونکي پړوکي دي.
بې پولې ډاکټران هم وایې د طالبانو لخوا په ښځو او نجونو د کار او زده کړو بندیز به دا ستونزه نوره هم زیاته کړي.
بې پولې ډاکټران وایي له وړاندې داسې پیښې لیدل شوې چې ان ښځو ته له کوره د وتلو وروسته د طالب سرتیرو لخوا داسې بهانې لټول کیږي چې د ازاد تګ راتګ مخه یې ونیسي:
د دوی یوه کارکوونکې په دې اړه زیاتوي:" زما خور ناروغه وه چې روغتون ته لاړه شي خو دوی ددې لپاره چې ګواکي نارینه یا محرم ورسره نه وو درولې وه او نژدې پنځوس دقیقې یې په سړه هوا کې بهر کښېنولې وه."
دا اندېښنې دا مهال دي چې له لوړو زد کړو د افغان نجونو له را ګروځولو دېرش ورځې پوره شوې.
د طالبانو حکومت وایي، نجونو ته به د خوندي چاپېریال او درسي نصاب له جوړولو وروسته د زدکړو اجازه ورکړي.









