د نجونو زدکړو په اړه ملګرو ملتونو کې د پاکستاني استازي خبرو ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، @PakistanPR_UN
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي هغو څرګندنو غبرګونونه پارولي چې ویل یې په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز "تر ډېره کولتوري ستونزه ده."
د پاکستان سفیر منیر اکرم د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په وینا کې وايي "زموږ له نظره هغه بندیزونه چې د افغان چارسمبالي حکومت له لوري لګول شوي ،تر ډېره د پښتنو له کلتوري برخې سرچینه اخلي، نه له مذهبه. د همدې کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل شي."
ښاغلی اکرم زیاتوي چې دغه کلتور په تېرو سلو کلونو کې نه دی بدل شوی.
همدې څرګندونو په خواله رسنیو کې بېلا بېل غبرګونونه پارولي دي.

د عکس سرچینه، Afghanistan Mission to UN
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چارسمبالی استازی نصیر احمد فایق وايي، "د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو له هېڅ کلتور سره اړخ نه لګوي"
ښاغلی فایق پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ، په ملګرو ملتونو کې د چارسمبالي په ډول د افغانستان استازولي کوي او د طالبانو حکومت استازی نه دی.
نوموړی وايي، طالبان د کولتور په بهانه په افغانستان نجونې له ښوونځیو او پوهنتوني زدکړو راګرځولې دي.
په ایران کې د افغانستان مخکېني سفیر او لیکوال غفور لیوال پر ټوېټر توند غبرګون کې ویلي "د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې فرهنګۍ نښې دي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د ننګرهار پخوانی والی شاه محمود میاخیل بیا وايي، په پاکستان کې میلیونونه نجونې ښوونځیو ته تللی شي "خو بیا هم د ډیورنډ دواړه غواړو میلیونونه پښتنې نجونې زدکړو ته ځي او د ټولنې فعالې غړې دي."
نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي، "طالبان د پښتنو استازولي نه شي کولای."
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی وزیر او د حامد کرزی د دفتر مخکېنی مشر کریم خرم بیا دغه ډول څرګندونې د هند د نیمې وچې له استعمار سره تړلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
ښاغلی خرم وايي " دا د هند پر نیمه وچه دتیرو شویو استعمارګرو خبرې دي چې پښتنو کې یې پر تعلیم خلک بندیانول او چین ته یې تریاک لیږل. د منیر اکرم خبرې د مسخ شوي او استعمار وهلي ذهن خبرې دي."
د ملالې یوسفزۍ پلار د نجونو د زدکړو فعال ضیاالدین یوسفزي بیا ویلي چې ښاغلی منیر دې په ملګرو ملتونو کې د ناسمو څرګندونو په اړه له پښتنو بښنه وغواړي.
نوموړي پر ټوېټر پاڼه لیکلي "غازي امان الله خان په ۱۹۲۱ کال ښوونځی پرانیستی، داسې مهال چې تاسې پيدا نه وئ"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
اوس نژدې ۵۰۵ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم پورته نجونې له زدکړو منع کړې دي، او نژدې شپږ اوونۍ کېږي چې پوهنتوني نجونې هم له زدکړو را ګرځول شوي دي.
طالبانو تر اوسه د پاکستاني استازي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خوا پخوا یې په تکرار یادونه کړې چې "د نجونې زدکړې یې د کلتوري او شرعي" ستونزو له امله تر "امرثاني" پورې ځنډولې دي.









