د امریکا ځانګړی استازی: د طالبانو وروستیو تګلارو میلیونونه افغانانو ته د مرستو بهیر ګواښلی

توماس وېسټ

د عکس سرچینه، U.S. Special Representative Thomas West

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ جینوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو او روغتیا سازمان په ګډون یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو سره کتلې دي.

ښاغلي وېست پر خپله ټوېټر پاڼه یو لړ ټوېټونو کې لیکلي، چې په دغه ناسته کې د طالبانو وروستیو پرېکړو په اړه خبرې شوي دي.

نوموړي لیکلي :"خبرو کې دې پایلې ته ورسېدو چې، د طالبانو وروستیو سیاستونو میلیونونه افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی ."

نوموړي د افغانستان بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیټ سره هم کتلي او د هغه د ماموریت ملاتړ یې کړی دی.

ښاغلي توماس ویسټ افغانستان کې د ښځو وضعیت ته هم اندېښنه ښودلې او ویلي دي :" افغانې ښځې او نجونې ملاتړ ته اړتیا لري او د وضعیت په اړه یې باید د رپوټونو ورکولو ته دوام ورکړل شي."

ښاغلی توماس وېسټ د جنورۍ په ۲۹مه پاکستان، جرمني او سوېزرلنډ ته خپل سفر پیل کړی و‍‍.

د نوموړي د سفر موخه له شریکانو، یو شمېر بشر دوستانه بنسټونو او ځینو افغان فعالانو او مشرانو سره لیده کاته په ګوته شوې وو.

ویل شوي و چې په دې لیدنه کې به د افغانستان په اړه به سلا مشورې وکړي.

تومس وېسټ

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه د خپل سفر په لړ کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم کتلي و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي و چې "د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له غیر عادي ننګونو سره مخ کړې په داسې حال کې چې موږ د افغانانو د ملاتړ او ګټو په لټه کې یو."

ښاغلي وېسټ څه موده وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره پر تلیفون خبرې کړې وې، او د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د پراخیدونکو محدویتونو په اړه یې د نړیوالې ټولنې له خوا د ګډو مخالفت پیغام لیږدولی و.

نوموړي ویلي و چې ښاغلي متقي ته یې ویلي،‌ د اړیکو عادي کېدو برخه کې پرمختګ لپاره اړینه ده چې د نجونو او ښځو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه ازاد شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د ښاغلي‌ وېسټ غبرګون ته په ځواب کې ویلي و چې: "دواړو لوريو هوکړه وکړه تعامل ته به ادامه ورکوي او د پرتو ستونزو د اواري په برخه کې به له زغم څخه کار اخيستل کېږي تر څو په ګډه ټولو ستونزو ته حل لار راوایستل شي."

پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته پر ښځو بیلابیلو برخو کې له شلو زیات بندیزونه لګېدلي.

سره له دې چې طالبانو تل پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو برخه کې نړیوالو فشارونو ته ځواب کې د ستونزو د هوارۍ او طرحې د جوړېدو خبره کړې خو میاشتې کېږي چې لا یې هم نه په دریځ کې بدلون لیدل کېږي او نه یې د طرحې د جوړېدو خبر ورکړی دی.