د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، له حامد کرزي او مولوي محمد یعقوب سره یې لیدلي

د عکس سرچینه، U.S. Special Representative Thomas West/twitter
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، په متحده عربي اماراتو کې یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له څو افغان سیاسي مشرانو سره کتلي دي.
هغه په خپلو تازه ټویټونو کې دغه خبره کړې او لیکلي یې دي، چې دغو مشرانو ورته ویلي، چې افغانان له طالبانو غواړي چي د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د هېواد د راتلونکي په اړه د افغانانو تر منځ خبري پیل شي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلي کرزي او توماس وېسټ مخامخ سره کتلي دي.
هغه همدارنګه ویلي د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت له چارسمبالي مولوي محمد یعقوب سره یې د کتنې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همدارنګه ویلي په ابوظبۍ کي یې له افغان سوداګرو سره د لیدني پر مهال د بانکي راکړې ورکړې پر ننګونو هم خبرې کړې او د ستونزو هواری یې د طالبانو د مالي او پولي تګلارو له سمون سره تړلې یوه مسئله بللې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تېره ورځ (سې شنبه) د طالبانو د دفاع وزارت ویلي وو، ددفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد د متحدو عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره لیدلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت پر ټویټر پاڼه د ښاغلي مجاهد او ښاغلي وېسټ د انځورونو له خپرولو سره لیکل شوي وو، چې "په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې. د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي."






