د طالبانو حکومت افغانستان کې د ترافیکي پېښو د ډېروالي یو لوی لامل د "ښي لاس" موټر بولي

د کابل ښار په یوه برخه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې انځور. موټرونه د اورګاډي په سړک ولاړ دي او ځینې موټر چلوونکي د موټرو بهر ولاړ دي. په انځور کې لیدل کیدی شي چې ځینې موټرونه ښي خوا ته دي.

د عکس سرچینه، MARCUS YAM / LOS ANGELES TIMES

د طالبانو د حکومت د ترافیکو ریاست وايي، د افغانستان په ښارونو کې د ښي لاس موټرو کارول، چې د "ښي لاس شترنګ" په نوم پېژندل کېږي، په هېواد کې د ترافیکي پېښو د ډېرېدو یو له اصلي عواملو ګڼي.

د دې ادارې مسوولینو بي‌بي‌سي ته ویلي، غواړي د دې ډول موټرو پر ګرځېدو محدودیتونه ولګوي.

د ترافیکو ریاست یو مسوول نجات رئیس‌وال وویل: "په کابل ښار کې د دې ډول موټرو ګرځېدل په بشپړ ډول محدود شوي دي او په ولایتونو کې هم چلوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې خپل د ښي لاس موټر ژر تر ژره ثبت او راجستر کړي."

هغه ګاډي چې سټیرنګ یې په ښي لور کې وي د "ښي شترنګ" تر څنګ د "پاکستاني موټر" او "یو کیلي " په نومونو هم پېژندل کېږي. د طالبانو د حکومت د ترافیکو ریاست په وینا، د دې ډول موټرو چلوونکي د موټر چلولو پر مهال په بشپړه او روښانه توګه سړک نه شي لیدلی چې دا چاره د ترافیکي پېښو د زیاتوالي او په ښارونو کې د بې‌نظمۍ سبب ګرځي.

ښاغلي رئیس‌وال بي‌بي‌سي ته وویل: "په تېرو درېیو کلونو کې نژدې ۴۷۰ زره دغه ډول موټر ثبت شوې دي او ورته نمبر پلېټونه وېشل شوي دي." خو دا بهیر وروسته ودرول شو.

هغه زیاته کړه چې اوس د دې موټرو د ثبت او اسنادو د ورکړې نوی بهیر پیل شوی دی او تمه لري چې د شاوخوا ۵۰۰ زره نورو موټرو لپاره موقتي نمبر پلېټونه صادر کړي.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو ادارې د دې مقام په وینا، د ښي لاس موټر موټر د هېواد د ترافیکي قانون خلاف دي او هڅه کېږي چې د محدودیتونو په لګولو او په تدریجي ډول دا موټر د هېواد له سړکونو لرې شي.

د ترافیکو ریاست وايي دا مهال په کابل کې د دې موټرو لپاره اسناد نه وېشل کېږي او په نورو ولایتونو کې هم د اسنادو او نمبر پلېټونو د وېش بهیر تر یوې محدودې مودې پورې دوام لري.

د اټکلونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون د ښي لاس یا ښي‌ سټیرنګ موټر شته.

په افغانستان کې د موټر چلولو لوری ښی لوری دی خو د عادي موټرونو سټیرنګ په ګېڼه خوا کې وي.

د ښي لاس سټیرنګ موټر ډېری وخت په ناقانونه ډول افغانستان ته راوړل کېږي چې دا کار د ترافیکو ادارو لپاره د هغوی ثبت او راجسترول ستونزمنوي.

د موټر چلوونکو او سوداګرو اندېښنه: د هېواد اقتصاد ته ګوزار

د موټر چلوونکي انځور چې د هغه تر څنګ د موټر دننه اخیستل شوی دی. هغه کیمرې ته ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې یو شمېر موټر چلوونکو او د موټرو سوداګرو بي‌بي‌سي ته ویلي چې حکومت باید له پیله د "ښي لاس سټیرنګ" موټرو د واردولو اجازه نه وای ورکړې. د دوی په باور، اوس چې د وارد شوو موټرو تعرفه او مالیه ورکړل شوې ده، حکومت غواړي د دغو موټرو پر ګرځېدو محدودیت ولګوي.

میرویس چې په کندهار کې یو له موټر چلوونکو څخه دی او د ښي لاس سټیرنګ موټر لري، بي‌بي‌سي ته وویل: "د پیسو د کمښت له امله مې دا موټر اخیستی او له ډېرې مودې راهیسې یې چلوم. د محدودیتونو له امله اړ شوم چې موټر په ترافیکو اداره کې ثبت کړم، خو اندېښمن یم چې د دې ډول موټرو برخلیک به څه شي؟"

که څه هم په کابل کې د ښي لاس سټیرنګ موټرو ګرځېدل محدود شوي دي، خو په ولایتونو کې لا هم دا ګاډي په پراخه کچه تګ راتګ کوي. اټکل کېږي چې په افغانستان کې د ښي لاس نژدې نیمایي موټر د ترافیکو ریاست له لوري معتبر اسناد نه لري.

میرویس وايي حکومت باید له پیله د دې ډول موټرو د واردېدو مخه نیولې وای. اوس چې خلکو تعرفه او مالیه ورکړې ده، پر دې موټرونو محدودیت لګول د ده په باور نه یوازې د خلکو اقتصاد ته زیان رسوي بلکې د حکومت د پرېکړو اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راولي.

په افغانستان کې د ولایتونو په کچه د مسافرو ډېری موټر هم د ښي‌لاس سټیرنګ لرونکي دي.

عبدالواسع نوري چې د کندهار ولایت یو د موټرو سوداګر دی وايي، د دې موټرو د پرزو واردولو او په هېواد دننه د هغوی د مونتاژ یا بسته‌بندۍ له لارې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، خو که پر دغو موټرو محدودیت ولګول شي، نو دا خلک به بې‌کاره شي.

نوري زیاتوي چې د ښي لاس سټیرنګ موټرو بیې د کېڼ‌لاس موټرو پرتله ارزانه دي او همدا لامل دی چې خلک تر ډېره له دې ډول موټرو کار اخلي.

د ښي لاس سټیرنګ موټر او ترافیکي پېښې

د ترافیکي پیښې وروسته د موټر انځور. سپین موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د "ښي لاس" موټرو سټیرنګ (شټرنګ) په ښۍ خوا کې دی، دا له هغو عواملو ګڼل کېږي چې د ترافیکي پېښو امکان زیاتوي، ځکه چلوونکی په بشپړه توګه او روښانه ډول سړک نه ویني.

د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، لکه ناقانونه مخکې کېدل، چټک تګ، د نشه‌یي توکو کارول او د موټر چلولو پر مهال د موبایل کارول په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له اصلي لاملونو ګڼل شوي دي.

همدارنګه، د سړکونو خرابوالی، د سړکونو ویجاړېدل، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د لارښوونکو نښو کموالی هم د دې پېښو په رامنځته کېدو کې مهم رول لري.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو ادارې تېر کال سلواغې میاشت کې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې په تېرو لسو میاشتو کې په هېواد کې نژدې څلور زره ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې لږ تر لږه د دوو زرو کسانو ژوند یې اخیستی دی.

هغه شمېرې چې د کورنیو چارو وزارت له لوري بي‌بي‌سي ته ورکړل شوې دي ښيي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په افغانستان کې ۵۵۲۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.