میدان وردګ: د ترافیکي پېښې له کبله ۱۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، social media
د میدان وردګ ولایت ځايي چارواکي وايي، په سیداباد سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۷ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار له قوله وايي، چې پېښه تېره شپه د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د فیلډر او لوکسل ډوله موټرونو د ټکر له امله د لوړې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د باختر دولتي اژانس په رپوټ کې بیا د وژل شویو کسانو شمېر پنځه تنه ښوول شوی دی.
د رپوټونو له مخې د میدان وردګ ولایت امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغه پېښه کې د درې ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د پنځو ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ټپیان د سیداباد ولسوالۍ ځايي روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت خواشینونکی دی.
د دې پېښې د لامل په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د عکس سرچینه، social media
دا پېښه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي عام خلک اندېښمن کړي دي.
د کابل – کندهار لویه لار چې پلازمېنه له سویلي ولایتونو سره نښلوي، د ترافیکي پېښو لپاره یوه تر ټولو خونړۍ بلل کېږي.
افغانستان کې هر کال زرګونه لویې او کوچنۍ ترافیکي پېښې کېږي چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
د ترافیکو ادارې چارواکو تېر کال ویلي و، د وړم کال پرتله د ترافیکي پېښو شمېر ډېر شوی دی.
د چلوونکو لخوا ناغېړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او د چپ لاس موټر، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول افغانستان کې د ترافیکې پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.
د دې ترڅنګ د کارنده او منظم ترافیکي سیستم او بنسټونو نشتوالي، د ترافیکي قوانینو نه څارل کېدو او په ځانګړې توګه پر لویو لارو کنټرول لپاره د مسلکي ترافیک پولیسو کمښت د موټرو په وسیله سفر خطرناک کړی دی.











