غزني‌ کې د کابل-کندهار پر لار دوو ترافیکي پېښو کې '۵۲ کسان وژل شوي'

Afghanistan traffic accident

د عکس سرچینه، Pajhwok

د عکس تشریح، پېښه د کابل - کندهار پر لویه لاره شوې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په غزني ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۵۲ کسان مړه شوي او ۶۵ نور ټپیان دي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دواړه پېښې د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د غزني د مرکز یوې اړوندې سیمې او د اندړو ولسوالۍ مربوطاتو کې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د اېکس په یوه پیغام کې په دغو پېښو کې د وژل شویو شمېر ۵۲ تنه ښودلی.

نوموړی د دغو پېښو په تړاو د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ وايي، ''اړوند ادارو ته لار ښوونه شوې، چې ژر تر ژره د دې پېښو لاملونو ارزونه وکړي او د داسې پېښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.''

رپوټ کې ویل شوي، چې یوه پېښه د غزني د مرکز اړوند شهباز او بله د همدغه ولایت اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې شوې.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس حمیدالله نثار وايي، پېښې د تېلو له یوه ټانکر او یوه بار وړونکي موټر سره د دوو مساپر وړونکو بسونو د ټکر له کبله رامنځته شوې دي.

ښاغلي نثار د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښمنې وړ بللی دی.

د ځینو سرچینو په وینا د قربانیانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي.

د ویډیو تشریح، غزني كي خونري ترافيكي بيسه

وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا پېښې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي عام خلک اندېښمن کړي دي.

د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو له پامه غورځول د دغو پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.

د کابل – کندهار لویه لار چې پلازمېنه له سویلي ولایتونو سره نښلوي، د ترافیکي پېښو لپاره یوه تر ټولو خونړۍ بلل کېږي.