د واده خوښۍ پر ویر بدلې شوې: "پلار جان او خورکۍ مې د غزني ترافیکي پېښه کې شهیدان شول"

د عکس سرچینه، Asadullah Dawar
- Author, ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
د نیمې شپې دوو ترافیکي پېښو د اسدالله داور د کورنۍ په څېر لسګونه نورې کورنۍ غمجنې کړې او د خپګان اغېزې یې خورا پراخې دي.
د اسدالله داور کورنۍ له کابله د واده خوښۍ کې د ګډون لپاره هلمند ته تللې وه خو د خوښۍ دا کیسې یې بېرته تر کابله ونه رسولې او اوس د دوی پر غم نور راټول دي.
اسدالله داور په بهر کې دوکتورا کوي او سهار له خوبه پاڅېدو سره یې د موبایل پیغامونو کې د خپلې کورنۍ د دروند غم خبر ترلاسه کړ. هغه وايي د داسې ورځ هېڅ تمه یې نه لرله.
هغه ګاډی چې د ښاغلي داور مور، پلار او درې خویندې پکې له هلمنده کابل ته تلل، د تېلو له ټانکر سره ټکر شوی.
ښاغلی داور د دې پېښې په اړه وايي ''مور او پلار او درې خویندې مې د ترور د زوی واده ته تللي وو او په ګده بېرته کابل ته راتلل چې دا پېښه وشوه. پلار جان او کشره خورکۍ مې شهیدان شول او دوه خویندې او مورکۍ مې ژوبلې دي چې حالات یې ښه دي. د خدای شکر دی چې دوی ښه دي.''
د اسدالله داور ټپي مور بیا کابل کې خپل بل زوی ته ټیلفون کړی او له پېښې یې خبر کړی چې هلته ورشي.
دا یوازې د همدې کورنۍ کیسه نه ده، لسګونه نورې کورنۍ هم په دغو دوو ترافیکي پېښو کې اغېزمنې شوې دي.
"هرې خواته وینې او ژړاګانې وې"

د عکس سرچینه، Getty Images
همدې پېښه کې یو ژوبل شوي کس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، ویده وه او د ټکر له غږ سره له خوبه راپورته شو خو بېرته سملاسي بې هوښه شو. هغه ویلي "کله چې بېرته په ځان پوه شوم نو له کندې مې ځان راوایست. شاوخوا مې ولیدل چې تر موټر لاندې او شاوخوا ډېر خلک پراته دي، هرې خوا ته ژړاګانې او وینې دي."
د دواړو پېښو د زیان کچه له ګاډو اټکلېدای شي چې څومره زیانمن شوي. د رپوټونو پر بنسټ دواړو پېښو کې د وژل شویو شمېر ۵۲ او د ژوبلو ۶۸ ته رسېدلی دی.
دا پېښې د کابل – کندهار پر لویه لار شوې. یوه یې د غزني د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه او بله د ولایت د مرکز اړوند شهباز سیمه کې شوې ده.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کتلور رییس حمیدالله نثار بي بي سي ته ویلي چې دا (۵۸۰) ډوله مساپر وړونکي موټر یو له کابل کندهار ته او بل یې له کندهاره کابل ته پر لاره وو. د هغه په خبره چې د پېښې ډېری زیانمن یې د غزني سیمه ییز او حوزوي روغتون ته ولېږدول او یو شمېر ژوبل چې وضعیت یې ښه نه و، کابل ته یووړل شوو.
هغه وايي "شهیدانو او ژوبلو کې ماشومان، د لوړ عمر لرونکي او مېرمنې هم شته. ځینې ټپیان نازک حالت کې دي او ښايي د قربانیانو په شمېر کې بدلون راشي. د دا ډول پېښو لوی لامل بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه عملي کول دي."

ترافیکي پېښو له امله د مرګژوبلې کچه د تېر کال پرتله لوړه شوي ده
په افغانستان کې هرکال په ګڼ شمېر کې ترافیکې پېښې کېږي او د ګڼ شمېر کسانو ژوند ترې اخلي. چارواکي وايي د روان ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د شویو ترافیکې پېښو ګراف د تېر کال همدې مودې پرتله لوړ دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د ترافیک پولیسو د لوی ریاست د پلانونو او تګلارو مشر عبدالودود خیرخوا وايي "د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې یعنې له پیل نه یې په لسو میاشتو کې څه باندې اته سوه کسان په ترافیکې پېښو کې مړه شوي او څه باندې دوه زره نور کسان ټپیان شوي او معلول شوي دي."
ښاغلي خیرخوا د دغو پېښو لوی لاملونه د موټر چلوونکي بې احتیاطي، پر لویو لارو د ترافيکو نشتون، د لارو خراب معیار او د خوندیتابه اصول په پام کې نه نیول یادوي.
داسې ادعاوې هم شته چې ګنې ځینې موټر چلوونکي نشه يي توکي کاروي، خو ښاغلي خیرخواه په دې اړه وویل چې اوس په دې تړاو جدي څار کېږي.
یو شمېر موټر چلوونکي هم دا مني چې ځينې پر لویو لارو د سفر پر مهال له احتیاطه کار نه اخلي، خو وايي چې لویې لارې هم معیاري نه دي.
د کابل جلال اباد لویې لارې موټر چلوونکی عارف شاه وايي " سړکونه تنګ دي، کږلېچونه ډېر لرو، ډېر ډرایوران هم نوي دي او کافي تجربه نه لري. ځینې ورځې لکه د جمعې ورځې بیا لا ډېر بیروباور هم وي، بې احتیاطي هم شته."

د عکس سرچینه، Getty Images
"د همدې لارې له امله مې کابل کې دنده پرېښوده"
د کابل کندهار لویه لار د جمهوریت پر مهال ځینو خلکو پر دغه لار د ډېر جګړو له امله د مرګ لار بلله، خو ترافیکو پېښو کې مرګژوبلو کې هم دا لاره د هېواد په کچه دویمه خونړۍ لاره ده. د کابل جلال اباد لاره بیا په لومړۍ درجه خطرناکو لارو کې راځي.
یوه خبریال بي بي سي ته وویل چې د کابل کندهار خراب سړک له امله یې په کابل کې دنده "پرېښودله." هغه وايي چې کور یې هلمند کې و خو کابل کې یې ځکه دنده پرېښوده چې د دې لارې "ګواښ" لوړ ورته ښکارېده."
د اسدالله داور په څېر ځینې چې بیا په نورو هېوادونو کې زدکړې کوي او د کورنۍ له داسې غمه خبرېږي، زغم یې سخت دی. هغسې چې ښاغلی داور وايي "چې مسافري هم شي او کورنۍ کې دې د دومره لوی غم پېښه هم وي، نو ډېره ډېره سخته ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
"د دوه ټرانسپورټي شرکتونو کارونه وځنډول شول"
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې د کورنیو چارو وزارت او ترافیکو ریاست له استازو سره یې په یوه بېړنۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې په دغو دوو ترافیکي پېښو کې د ګاډو دوه ټرانسپورټي شرکتونو کارونه وځنډوي. دغه وزارت په خپله ټویټر یا ایکس پاڼه لیکلي چې د پېښې د څېړنو لپاره یې هم ډلې سیمې ته لېږلې دي.








