ولې افغانستان کې ډېرې مرګونې ترافيکې پېښې کېږي؟

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي وايي، په هرات کې د تېرې ورځې ترافیکي پېښې چې د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي، "ټکان" ورکړی دی.

یوناما په دې پېښه کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه خواشيني څرګنده کړې او پر خپله اېکس‌پاڼه یې لیکلي چې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښکاروي.

دا پېښه یا ټکر وړمه ورځ سې شنبې (۱۹ اګست) ځايي مهال ماخوستن مهال رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د اسلام کلا او هرات ښار تر منځ د غځېدلې لویې لارې په اوږدو کې په رامنځ‌ته شوې دې ترافیکي پېښه کې ۷۹ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۹ تنو ته رسېدلی او دوه کسان ټپیان دي، چې په خبره یې ''یو په کوما حالت کې دي او بل یو برسېرن ټپي شوی دی.''

د هرات ولایت یوه ویاند محمد یوسف سعیدي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د پېښې ښکار شوي بس ګاډي کې ''ټول کډوال ناست وو، چې له اسلام کلا بندره روان شوي وو.''

هرات پولیس وايي، پېښه د بس چلوونکي د ''خورا زیات سرعت او بې پروايي'' له کبله رامنځته شوې.

بل لور په هرات کې یوه ځايي چارواکي ویلي، د تېرې شپې پېښه کې د وژل شویو نیمايي کسانو مړي د پېژندګلوۍ نه دي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او کډوالو لېږدولو کمېټې ویاند احمدالله متقي بي بي سي ته وویل، د ټولو وژل شویو کسانو مړي به کابل کې د څلور سوه بستریز روغتون ته ولېږدول شي او همالته به یې کورنیو ته وسپارل شي.

ښاغلي متقي زیاته کړه، د ۱۷ ماشومانو په ګډون دې پېښه کې ۷۱ وژل شوي کسان له ایرانه ستانه شوي افغان کډوال وو.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هغه نوملړ له مخې چې بي بي سي لیدلی، په دې پېښه کې ۱۸ وژل شوي کسان د پروان، ۱۵ کسان د کاپیسا، ۱۴ د غزني، نهه کسان د کندوز، ۷ کسان د پلازمېنې کابل، شپږ کسان د بغلان او څلور وژل شوي کسان د دایکندي ولایت اوسېدونکي وو.

د پېښې ښکار شوی بس ګاډی په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پېښې ښکار شوی بس ګاډی په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

له دې مخکې په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمد الله متقي بي بي سي ته ويلي و، يو لوی بس ګاډی چې له ایرانه ستانه شوي کډوال يې لېږدول له يوه موټر سایکل او له هغې وروسته له يوه بل موټر سره چې تېل په کې بار و ټکر شوی دی.

د ښاغلي متقي په وينا له ټکر وروسته ګاډو اور واخيست چې د کډوالو په بس کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. نوموړی وايي په وژل شويو کې ۵۴ تنه لويان او ۱۷ تنه ماشومان دي.

ښاغلي متقي زياتوي، دوه تنه نور په بل ګاډي کې مړه شوي او دوه تنه ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، په دغه بس کې له ايرانه تازه راستانه شوي کډوال کابل او شاخوا ولايتونو ته لېږدول کېدل چې ډېری يې د کابل، کاپيسا، پروان او باميانو ولايتونو دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د پیښې قربانیان او ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

له ۱۹۸۰ مې لسیزې راهیسې، میلیونونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي، چې په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل او په ۲۰۲۱ کال کې بیا د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته رسیدو د کډوالو لویې څپې له هېواده ووتلې.

په دا وروستیو کې بیا په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد احساسات ډېر شوي او کډوال له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.

ایران مخکې له دې مخکې د جولای میاشت کې د غیر قانوني افغانانو لپاره په خپله خوښه د وتلو لپاره وروستۍ نیټه ټاکلې وه.

خو د جون په میاشت کې له اسرائیلو سره له لنډې جګړې راهیسې ایراني چارواکو سلګونه زره افغان کډوال په زور بېرته راستانه کړي، د امنیتي ملحوظاتو خبره یې کړې، خو منتقدین وايي چې تهران ښايي د اسرائیلي بریدونو پر وړاندې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره پلمه لټوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، له تېرې جنوري راهیسې له یو نیم ملیون ډېر افغانان له ایرانه ستانه شوي دي، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې وو.

ماهرینو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان له بهره د شړل شویو کډوالو ډېرېدونکي شمېر جذبولو وړتیا نه لري. افغانستان له دې مخکې له یوه بل ګاونډي پاکستانه د شړل شویو سلګونه زره کډوالو په سمبالښت کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

ولې افغانستان کې ډېرې مرګونې ترافيکې پېښې کېږي؟

ترافيکي پېښه

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې ډېر کله مرګونې ترافيکې پېښې رامنځته کېږي چې د موټر چلوونکو د بې پراويۍ، په ګډون غیرقانوني مخته کېدنه، سرعت، د مخدره توکو کارول، او د موټر چلولو پرمهال د ګرځنده تلیفونونو کارول، د دې پیښو اصلي عوامل بلل شوي دي.

برسېره پردې، د سړکونو خراب حالت، د کافي ترافیکي نښو نشتوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې پېښو په زیاتوالي کې د پام وړ رول لوبوي.

افغانستان کې د ترافیکو ریاست د پلان رئیس عبدالودود خیرخواه وايي پر لویو لارو د خونړیو ترافیکي پېښو ګڼ لاملونه شته چې "یو لوی اصلي لامل یې د لویو لارو سیستم دی، زموږ لویې لارې ترانزیتي نه دي، د دې لویو لارو په جوړولو کې د خونديتابه اصول په پام کې نه دي نیول شوي او معیارونو سره سمې نه دي جوړې شوي. دا اطرافي سړکونه دي، داسې سړکونه دي چې یو ولایت له بل سره نښلوي، یا ولایت له ولسوالیو سره نښلوي، داسې سړکونه نه دي چې مرکز له نورو هېوادونو سره ونښلوي، هغسې سړکونه جلا معیارونه لري، زموږ لویې لارې ډېر تخنیکي ستونزې لري چې د ترافیکې پېښو لامل کېږي.

په تېر کلونو کې پر لپسې د افغانستان روغتیا وزارت په کلنیو ارزونکو رپوټونو کې ویلي وو، چې تر جګړو وروسته تر ټولو ډېره مرګژوبله دغه هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ده.

اوس چې جګړه نشته، تر ټولو لوړې مرګونې پېښې ښايي ترافیکي هغه یادې شي.

د ملګرو ملتونو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې په ترافیکي پېښو کې یو میلیون، درې سوه او پنځوس زره کسان وژل کېږي چې په وینا یې ۹۰ سلنه هغه يې د ټيټ عاید لرونکو هېوادونو وګړي دي.