افغانستان کې د تېر کال پرتله ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
په کابل کې امنیتي چارواکي وايي په یوه ورځ کې د کابل جلال اباد لارې په اوږدو کې لس ترافیکې پېښې وشوې چې د دوو ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون ۱۷ تنه پکې مړه او لس نور ټپیان شول. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دې اړه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د سروبي ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د دې ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.
افغانستان کې هر کال زرګونه غټې او وړې ترافیکي پېښې کېږي چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي. د ترافیکو ادارې چارواکي وايي په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د تېر کال پرتله تر دې مهاله د ترافیکي پېښو ګراف لوړی شوی دی.
د همدې ادارې د معلوماتو له مخې د وړم لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان کې نږدې ۹۰۰ کسان په ترافیکي پېښو کې مړه شوي وو. د یادونې ده چې د موټر ترڅنګ په ډېرو پېښو کې موټر سایکلونه ښکېل وي.
د چلوونکو لخوا ناغېړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او د چپ لاس موټر، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول افغانستان کې د ترافیکې پېښو عمده لاملونه بلل کېږي، خو د دې ترڅنګ د کارنده او منظم ترافیکي سیستم او بنسټونو نشتوالي، د ترافیکي قوانینو نه څارل کېدو او په ځانګړې توګه پر لویو لارو کنټرول لپاره د مسلکي ترافیک پولیسو کمښت د موټرو په وسیله سفر خطرناک کړی دی.
افغانستان کې د ترافیکو ریاست د پلان رییس عبدالودود خیرخواه پر لویو لارو د خونړیو ترافیکي پېښو لاملونه داسې را په ګوته کړل:
"څو لاملونه لري، یو لوی اصلي لامل یې د لویو لارو سیستم دی، زموږ لویې لارې ترانزیتي نه دي، د دې لویو لارو په جوړولو کې د خونديتابه اصول په پام کې نه دي نیول شوي او معیارونو سره سمې نه دي جوړې شوي. دا اطرافي سړکونه دي، داسې سړکونه دي چې یو ولایت له بل سره نښلوي، یا ولایت له ولسوالیو سره نښلوي، داسې سړکونه نه دي چې مرکز له نورو هېوادونو سره ونښلوي، هغسې سړکونه جلا معیارونه لري، زموږ لویې لارې ډېر تخنیکي ستونزې لري چې د ترافیکې پېښو لامل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترافیکي پېښو بل لامل پر لویو لارو د ترافیکي نښو نشتوالی یا کمښت دی. د چلوونکو لخوا د ترافیکي اصولو نه مراعتول دی، فاصله نه ساتل او چټک تګ، او پر لویو لارو د ترافیک پولیسو نشتوالی هغه د ترافیکي پېښو سبب کېږي".
ښاغلي خیرخواه زیاته کړه چې په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې ډېره مرګ ژوبله پر لویو لارو خلکو ته اوړي او هغه چې په ښارونو کې رامنځ ته کېږي مرګ وژبله یې د موټرو د چټکتیا د کنټرولېدو له امله ډېره نه وي.
پر کابل جلال اباد لارې د دېرو ترافیکي پېښو د پړې ګوته د موټر چلوونکو بې احتیاطۍ او چټک تګ ته نیول کېږي.
خو باور دا دی چې په افغانستان کې ټولې ترافیکې پېښې او له دې کبله اوښتونکې مرګژوبله ښايي ثبت هم نه شي.
پر افغانستان سربېره له پاکستان، هند، بنګله دېش او د سیمې له نورو هېوادونو هم وخت ناوخت د مرګونو ترافیکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.
د شمېرو له مخې هر کال ټوله نړۍ کې ۱ اعشاریه ۳ میلیون کسان پر سړکونو ترافیکې پېښو کې مړه کېږي او تر ۵ میلیونو نور ټپیانېږي.











