افغانستان کې ترافیکې پېښې؛ یوازې د اختر ورځو کې ۲۰ کسان پکې وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د ترافیکو اداره وايي د تېر کوچني اختر درې ورځې په دغه هېواد کې شل کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپي شوي دي.
د دې ادارې د مالوماتو له مخې دغو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۵ ترافیکې پېښې شوې دې.
د دغو پېښو په قربانیانو کې ښځې او ماشومانو هم شامل دي.
د یادونې ده چې یوازې د افغانستان ختیځ ننګرهار کې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دغلته د اختر درې ورځې په ترافیکې پېښو کې یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او ۱۲۱ کسان ټپي شوي دي.
افغانستان کې هر کال زرګونه غټې او وړې ترافیکې پېښې کېږي چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
د افغانستان د ترافیکو ادارې د مالوماتو له مخې د تېر لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان کې نږدې ۹۰۰ کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي وو.
د دې ادارې چارواکو بي بي سي ته ویلي وو، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ترافیکې پېښې زیاتې شوې او دا چې ګوندې ډېرې پېښې اوس موټرسایکلونه کوي.
اوړم (۱۴۰۰) کال په افغانستان کې نږدې ۱۵۰۰ ترافیکې پېښې ثبت شوې وې چې ۸۷۰ کسان پکې وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، @BAGHLANTRAFIC
د چلوونکو لخوا ناغېړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او د چپ لاس موټرونه، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول افغانستان کې د ترافیکې پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.
خو د دې ترڅنګ د کارنده او منظم ترافیکي سیستم او بنسټونو نشتوالي، د ترافیکي قوانیونو نه څارل کېدو او په ځانګړې توګه پر لویو لارو کنټرول لپاره د مسلکي ترافیک پولیسو کمښت د موټرونو په وسیله سفر خطرناک کړی دی.
باور دا دی چې په افغانستان کې ټولې ترافیکې پېښې او له دې کبله اوښتونکې مرګژوبله ښايي ثبت هم نه شي.
پر افغانستان سربېره له پاکستان، هند، بنګله دېش او د سیمې له نورو هېوادونو هم وخت ناوخت د مرګونو ترافیکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.
د شمېرو له مخې هر کال ټوله نړۍ کې ۱ اعشاریه ۳ میلیون کسان پر سړکونو ترافیکې پېښو کې وژل کېږي او تر ۵ میلیونو نور ټپیانېږي.











