افغانستان: د اختر په دریو ورځو کې ۲۰ کسان ترافیکي پېښو کې وژل شوي

تېر کې د افغانستان روغتیا وزارت ویلي، په دغه هېواد کې تر ځانمرګو بریدونو په ترافیکي پېښو کې ډېر خلک وژل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تېر کې د افغانستان روغتیا وزارت ویلي، په دغه هېواد کې تر ځانمرګو بریدونو په ترافیکي پېښو کې ډېر خلک وژل کېږي 'ارشیف تصویر'
    • Author, یوسف ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي - کابل

د افغانستان د ترافیکو ادارې ویلي د کمکي اختر په دریو شپو ورځو کې د افغانستان په شلو ولایتونو کې پنځوس ترافیکي پېښې شوي چې پکې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له ۱۱۰۰ یوولس سوو ډېر افغانان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي او د دې نږدې دوه برابره نور ژوبلیدلي دي.

د ترافیکو ادارې هغه شمېرې چې یې له بي بي سي سره شریکې کړي ښیې چې تېر کال د وړم کال پرتله په ترافیکې پېښو کې د پام وړ ډېروالی راغلی.

له ترافیکي قوانینو سرغړونه ، خراب سړکونه او د موټر چلونکي بې پامي په افغانستان کې د ترافیکي ډېرو ټکرو بنستیز لااملونه بلل کیږي.

د ترافیکو عمومي ریاست وایې، د اختر په دریو شپو ورځو کې د افغانستان په شلو ولایتونو کې له پنځوسو ډېرې ترافیکې پېښې ثبت شوي چې د دوی د معلوماتو له مخې پکې ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ نور ژوبل شوي دي د پاتې ځينو ولایتونو شمېرې لا په دې کې نه دي شاملې چې ښایې د ځاني زیان کچه ورسره لوړه شي.

د ترافیکو ادارې رییس نور الله مراد وایې په په ۱۳۹۹ کال کې د ۱۳۹۸ کال پرتله ۱۵۰ ډېرې ترافیکې پېښې او ټکرونه شوي د روان کال شمېرې هم تر اوسه د پام وړ څه کمولای نه ښېې.

په دې لړ کې تر ټولو تازه خونړۍ پېښه دری اونۍ وړاندې دکابل کندهار په لویه لار رامنځته شوه چېرې چې د دوه موټر ټکر له کبله د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ ۱۴ مسافر مړه او شپږ نور ژوبل شوو.

افغانستان

د ننګرهار د والي په وینا دا کسان د مزدوری لپاره هلمند ته تللي وو.

له دې سره ثبت شوي شمېرې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې له ۲۲۰۰ ډېرې ترافیکې پېښې شوي دي.

له ترافیکي اصولو د موټر چلونکو سرغړونې، د ډرایورانو بې باکي نېشه او بې ځایه د موټرو ځغلولو تر څنګ خراب سړکونه درانه بارونه او وخت نا وخت د موټرو خرابي په افغانستان کې د ډېرو ترافیکي پېښو لاملونه بلل کیږي.

د ترافیکو اداره دا هم مني چې د فساد له کبله د دې ادارې لخوا ځینو داسې کسانو ته هم لايسنس او د موټر چلولو نور اړوند اسناد ورکړل شوي چې په شرایطو برابر نه دي.

په افغانستان کې له جنګ جګړو وروسته د ترافیکي پېښو مرګونه هم یو له هغو پېښو ګڼل کېږي چې درانه انساني او مالي زیانونه له ځانه سره لري.