افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال سلګونه کسان وژني

د عکس سرچینه، @baghlantrafic
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترافیکو اداره وايي، د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دې هېواد په ترافیکي پېښو کې نژدې نهه سوه کسان مړه شوي چې د وړم ټول کال پرتله لوړ شمېر دی.
په سږنیو ډېرو پېښو کې هغه حکومتي موټر ښکېل بلل شوي چې د طالبانو امنیتي کسان یې چلوي.
په ښارونو کې د ځینو ترافیکي بې نظمیو پړه هم پر همدغې طالب موټر چلوونکو اچول کېږي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی عبدالحی محمدي وايي، د هغې پېښې کیسه کوي چې تازه یې دوه ورېرونه او یو زوی پکې ټپیان شوي.
دی د ورته پېښو یو ستر لامل د بېلاسه یا د کېڼ لاس ګاډو ډېرېدل، د قانون نه پلې کېدل او په تېره په وروستیو کې د موټرسایکلونو ډېرېدل ګڼي.
"اوس افغانستان کې په سلو کې نژدې پنځوس د پاکستان چپه لاس موټر دي چې اسناد نه لري او ورځ په ورځ ډېرېږي".
ښاغلی محمدي وايي، که پخوا زورواکو نظم او قانون ماتاوه، اوس له دې قانونه ناخبره موټر او موټرسایکل چلوونکو ډېرېدل هم ددغو پېښو د ډېرېدو لامل شوي.

د عکس سرچینه، @baghlantrafic
د پوځي موټر او پوځیانو له خوا د قانون او نظم ماتولو له پخوا سر ټکول کېده، خو کابل او کندهار له ګڼې ګوڼې ښارونو کې د طالب جنګیالیو د موټر ځغلونې په اړه هم شکایتونه کېږي.
د کابل اوسېدونکی عبدالله هم وايي، په ښار کې یې غیر معیاري ګاډو او ترافیکي بې نظمۍ لیدلې دي.
"لومړی دا چې ځینې بې نمبره موټر په ناقانونه ډول ګرځي او څوک یې مخه نه شي نیولی. دویم دا چې د طالبانو موټر سړکونه بند کړي او له سړکه یوې او بلې خوا ته اوړي، دریم دا چې ټیکسیانې هرځای دروي، ځوروي یې او اسناد ترې غواړي. ډېر داسې پېښ شوي چې دوی اسناد لوستلی هم نه شي. نو پارچې ورکوي یا پیسې ترې غواړي. څلورم د ترافیکو یونیفورم شته، خو له دوی سره طالبان په شخصي کالیو کې ولاړ وي چې نه پېژندل کېږي".
خو د افغانستان د ترافیکو ریاست وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو سره یې د دوی جنګیالیو ته د ترافیکي روزنې ترڅنګ له پوځي بنسټونو سره هم له نژدې کار کړی چې د ترافیکي پېښو کچه راټیټه کړي.
د طالبانو حکومت کې د ترافیکو ریاست د پلان او پالیسۍ مشر عبدالودود خیرخواه بي بي سي ته وویل، د طالبانو پوځیانو ته یې پوځي بنسټونو کې د ترافیکي قوانینو تشریح کولو او ورښوولو لړۍ پیل کړې ده او ورسره یې پوځي ادارو ته په لیکلې بڼه له هغوی غوښتي هغو افرادو ته ګاډي ونه سپاري چې په ترافیکي قوانینو نه پوهېږي.
"موږ هم په تېرو اتلسو میاشتو کې ډېره هڅه او کار وکړ او پوځي قطعاتو ته مو د ترافیکي لارښوونو، استادان ور ولېږل. او هغو پوځیانو ته چې نقلیه وسایط لري ترافیکي قوانین او مقررات تشریح شوي او اختصاصي کورسونه مو ورته نیولي. او له دوی مو غوښتي نقلیه وسایط هغو کسانو ته ونه سپاري چې یا پر قوانینو او مقرراتو نه پوهېږي یا نوي دي چې دا ستونزه اوس تر اتیا سلنې حل شوې ده".
ښاغلی خیرخواه د بې لاسه او غیر معیاري ګاډو د ډېرېدو په تړاو وايي، له هغې راهیسې چې د طالبانو حکومت پر هغو ګاډو چې د افغانستان ترافیکي قانون معیارونه یې نه دي پوره کړي، بندیز لګولی اوس په ښار کې د ورته ګاډو د تګ راتګ کچه هم په ټیټېدو ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی خیرخواه دا هم وايي چې د طالبانو په حکومت کې د امن او نظم او د پېښو د څار او څېړنې په ګډون د ترافیکي قانون د پلې کولو او تنظیم چارې ښې شوې، خو په افغانستان کې له ښاري او ترافیکي نظم ور هاخوا، لویې لارې وخت ناوخت د خونړیو پېښو شاهدانې وي.
پر سړکونو ترافیکي پېښې هر کال په ټوله نړۍ کې ۱٫۳ میلیونه کسان وژني او تر پنځوس میلیونو نور ټپیانوي.
په افغانستان کې د روان له وري/حمل تر مرغومې/جدې پورې ۱۱۳۴ پېښې ثبت شوې چې لږ تر لږه ۸۹۰ کسان پکې مړه شوي او د ترافیکو ادارې په تېر ۱۴۰۰ کال کې تقریباً ۱۵۰۰ پېښې ثبت کړې چې ۸۷۰ کسان پکې مړه شوي.
خو باور دا دی چې په افغانستان کې د ټولو ترافیکي پېښو د نه ثبتېدو او ددغو پېښو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه ده.
د بنسټونو او لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او قوانینو او خوندیتوب ته نه پام او حتی د نشې په حالت کې موټر چلول ځینې هغه عوامل دي چې په افغانستان کې یې خلک د ترافیکو پېښو او مرګ ژوبلې د ډېروالي لامل ګڼي.











