د افغانستان دوو ترافیکي پېښو کې لس کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Bakhtar
د افغانستان سالنګ پر لویه لار تېره شپه د یوه فلانکوچ ګاډي چپه کېدو له کبله درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي. په ورته وخت کې، د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې نن ګهیځ یو موټر چپه شوی چې له کبله یې د څلورو ښځو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
تېره شپه سالنګ کې پر لویه لاره چې د هیواد شمال او جنوب سره وصلوي یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی چې له کبله یې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
باختر خبري اژانس ویلي، یاد فلانکوچ موټر تېره شپه چپه شوی دی، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
بله خوا، د لغمان دولت شاه ولسوالۍ په کیل سیمه کې نن ګهیځ یو صرف موټر چپه شوی چې د څلورو ښځو په ګډون اوه تنه پکې وژل شوي. او درې نور ټپیان دي.
د زیات اورښت او سیلابونو له امله هم مرګ ژوبله رامنځته شوې.
دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي وو، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو امکان شته، چې د ورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو او همدارنګه د واورې کچه له ۵ تر ۱۵ سانتي مترو اټکل شوې ده.
افغانستان د خپل ځانګړي اقلیم له امله سیلابي هېواد بلل کېږي.
د سږني کال په اوږدو کې هم د پسرلنيو بارانونو او سېلابونو له کبله د تېرو کلونو پرتله په هېواد کې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شول او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم واړول.
د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۱ یې د سېلاب او ځمکښویېدنې له امله ډېر زیانګالي او په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د دې پېښو خطر ډېر دی.










