افغانستان کې واوره؛ د سالنګ لار او بدخشان هوايي ډګر وتړل شول

د عکس سرچینه، د سالنگ ساتنې او څارنې ریاست
د افغانستان هواپوهنې اداره د دغه هېواد ۳۰ ولایتونو کې د واورې او سخت باران خبره کوي او زیاتوي چې دا ورښت به د سېلاب خطر هم ولري.
دا اداره زیاتوي د واورې له امله د بدخشان هوايي ډګر او د سالنګ ستراتیژیکه لار تړلې ده.
سالنګ لار د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
د افغانستان د هواپوهنې اداره وايي، واوره او باران پرون پیل شوي او نن به هم په هرات، بادغېس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، کندوز، بامیان، دایکندي، روزګان، غزني، وردګ، لوګر، پکتیا، زابل، خوست، پکتیکا، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، نورستان، بدخشان، کونړ، کابل او د هلمند او فراه ځینې برخو کې روان وي.
دا اداره د اوسني ورښت کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو اټکلوي.
د افغانستان د سالنګ ساتنې او څارنې ریاست هم ویلي چې د سختې واورې او باد له امله په دې لار د مسافرو تګ بند شوی دی.
دا اداره زیاتوي، دا کار یې د مسافرو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کړی دی.
د افغانستان هواپوهنې اداره هم وايي، د واورې او باران له امله د بدخشان مرکز فیض اباد هوايي ډګر هم تړلی دی.

د عکس سرچینه، ACAA.GOV
افغانستان کې سږنی ژمی واوره او باران نه و او چارواکو لا د مخه د وچکالۍ خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان کرنې وزارت وايي، دغه هېواد کې به د غنمو کلنی تولید هم له یو میلیون ټنو کم وي.
د سږ کال خلاف تېر کال افغانستان کې ژمی ډېره واوره او باران و. کومې کورنۍ چې تېر کال یې د سېلابونو له امله کورونه وران شوي وايي، لا هم بې سرپنا دي.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وايي، د سرپنا جوړولو هڅې کوي.
نوموړی زیاتوي چې د اټکل شوې واورې او باران د احتمالي زیان د مخنیوي لپاره یې پوره تیاری نیولی دی.

د عکس سرچینه، ACAA.GOV
افغانستان د وچو هېوادونو له ډلې بلل کېږي او ډېر کم پکې کلنی ورښت تر ۲۵۰ ملي مترو رسېږي.
خو دا کچه ګاونډي پاکستان کې له ۲۷۰ تر ۷۶۰ ملي مترو رسېږي.
ایران کې هم د باران کلنۍ کچه ۲۵۰ ملي متره ده.
افغانستان کې ګټور کلنی ورښت۲۵۰ ملي متره بلل کېږي.
افغانستان کې کرنه، مالداري او ځنګلونه له ورښت سره تړلي، ځکه د ابي سرچینو د نه مدیریت له امله د کلني ورښت کچه د کرنې، مالدارۍ او ځنګلونو د ودې په کمېدو او ډېرېدو اغېز لري.









