سالنګ لویه لار د واورې له امله بیا وتړل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې مشر جنرال رجب وايي، په سالنګ کې د نږدې اتیا سانتي متره واورې ورېدلو له امله دا لار د ترافیکو پر مخ بیا تړل شوې ده.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د هواپوهنې اټکل ته په پام ممکن تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دا لار بنده وي:
"له دوو دریو ورځو راهیسې په سالنګ کې واوره ده، په لومړیو کې واوره کمه وه، له پرون مازیګر راهیسې واوره ډېره شوې ده او توپان هم ور سره پیدا شوی دی".
نوموړي دا هم وویل، چې له واورې سره هم مهاله د سالنګ شمالي اړخ ته سخت توپان هم الوتی او تر دریو څلورو مترو لرې شی نه لیدل کېږي.
د جنرال رجب په خبره، اوسنۍ واوره له پخوانۍ سره توپیر لري، ځکه د واورې ښویېدلو امکان ډېر دی.
"لنده یا اوبلنه واوره ده، چې له امله یې د زړې واورې ښویېولو امکان هم شته، کله چې واوره کمه شي، وضعیت سم شي او د واورې ښویېدلو امکان ورک شي، نو لار به بېرته پرانیزو".
نوموړي دا هم وویل، چې په اوسنۍ واوره کې د سر او مال زیان نشته، درې لارۍ له سالنګ سره ایسارې دي، خو موټروانان او کلینډران یې د لارې څارونکو کسانو سره خوندي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روانې میاشتې په لومړیو کې هم په سالنګ کې تر یو نیم متر واوره ورېدلې وه، چې له امله یې څو ورځې دا لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
نږدې درې کیلومتره اوږد سالنګ تونل له سمندر ۳۹۵۰ متره لوړ د هندوکش غرونو د لړۍ په منځنۍ برخه کې پروت دی او د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو سره تړي.








