د افغانستان بغلان ولایت کې ترافیکي پېښې اته کسان وژلي

د افغانستان بغلان ولایت مرکز پلخرمي ښار کې د ترافیکي پېښې له کبله اته کسان مړه شوي او یوولس نور ټپیان دي.
د پلخمري ولایتي روغتون چارواکو ویلي، دوی ته د ځینو وروړل شویو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د افغانستان بغلان ولایت مرکز پلخرمي ښار کې ترافیکي پېښه کې لږترلږه اته کسان مړه شوي او یوولس نور ټپیان دي.
دا پېښه د ۵۸۰ مسافر وړونکي بس او یوه ټېلر د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده.
د پلخمري ولایتي روغتون چارواکو د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی.
ددغه روغتون یوه ډاکتر عاشق الله وزیري ویلي، دوی ته د ور وړل شویو ټپیانو- چې اوس درملل کېږي - روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د روانې سرطان (چنګاښ) پر نهمه هم د بغلان-کابل پر لویه لار د بغلان دوشي ولسوالۍ کې ترافیکي پېښې لږترلږه څلور کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي وو.
پېښه د دوشي ولسوالۍ په "سنګ سوراخ" سیمه کې د سراچې موټر او یوه باروړونکي ګاډي ترمنځ د ټکر له کبله شوې وه.
د پېښې قربانیانو کې درې ښځې او یو سړی و، چې د بدخشان ولسوالۍ د دوو کورنیو غړي وو.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې ډېر کله د مرګ سبب ګرځي.
په وروستیو کې په دې هېواد کې د ګاډي چلوونکو د تېز تګ او بې پامۍ له کبله د ترافیکي پېښو او پکې د وژل کېدو کچه لوړه شوې ده.
په ۲۰۱۹ کال ملګرو ملتونو د سړکونو د خوندي کولو لپاره د نړیوال بېړني اقدام غوښتنه کړې وه. دغه سازمان د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و په نړۍ کې په هرو ۲۴ ثانیو کې یو تن په ترافیکي پېښه کې وژل کېږي.
د دغه نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې په ترافیکي پېښو کې یو میلیون، درې سوه او پنځوس زره کسان وژل کېږي چې په وینا یې ۹۰ سلنه هغه يې د ټيټ عاید لرونکو هېوادونو وګړي دي.










