هرات کې ترافيکي پېښې
د روغتیا نړیوال سازمان د وروستۍ ارزونې له مخې په افغانستان کې هر کال له ۴۷۰۰ ډېر کسان په ترافیکي پېښو کې مري.
یوازې په هرات ولایت کې د روان لمریز کال له پيله، تراوسه یعنې په ۵ میاشتو کې، دوه نیم زره کسان چې په ترافیکي پېښو کې ټپيان شوي.