فراه کې ترافیکي پېښې د ۱۵کسانو ژوند اخیستی

د هرات د روغتون ویاند ښاغلی شیرزی وایي، په وژل شویو او ټپيانو کی د یوشمیر ښځو په ګډون ځوانان او د پاخه عمر کسان هم دي.
د عکس تشریح، د هرات د روغتون ویاند ښاغلی شیرزی وایي، په وژل شویو او ټپيانو کی د یوشمیر ښځو په ګډون ځوانان او د پاخه عمر کسان هم دي.

د افغانستان هرات - کندهار پر لویه لار یو مسافر وړونکی بس له یوه ټېلر سره جنګېدلی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وایي،‎ پېښه د هرات- کندهار پر لویه لار د فراه ولایت اړوند په توت او چکاو سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو مسافر وړونکی بس له یوه ټېلر سره ټکر شو.

د فراه د ترافیکي پېښې مړي او ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي بي بي سي ته وویل، په دې پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه ټپیان دي.

د پنځو ټپيانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

دا پېښه نن له غرمې مخکې د هرات کندهار پر لویه لار او د فراه د توت او چکاو په سیمه کې شوې.

د ویډیو تشریح، د کندهار پر لویه لار ۱۵ کسان ترافیکي پېښه کې وژل شوي

د هرات د روغتون ویاند ښاغلی شیرزی وایي، په وژل شویو او ټپيانو کی د یوشمیر ښځو په ګډون ځوانان او د پاخه عمر کسان هم دي.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې له نارامو ولایتونو دی. په دې وروستیو کې ددې ولایت څو سیمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې جګړې شوې دي.

په افغانستان کې هر کال لسګونه زره خلک د ترافیکي پېښو قرباني کېږي. موټر چلوونکي وايي پر لویو لارو ترافیکي قوانین نه شته.

مساپر بیا وایي موټر چلوونکي پام نه کوي او په چټک سرعت موټر ځغلوي. افغان حکومت بیا پر لویو لارو نا امني له ډېرو لاملونو یو بولي.

په ۲۰۱۱ کال د بي بي سي یوې څېړنې وښوده، چې د کال په اوږدو کې د چاودنو او ناامنیو په پرتله په ترافیکي پېښو کې ډېر افغانان وژل شوي دي.

د فراه د ترافیکي پېښې مړي او ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د عکس سرچینه، د فراه د ترافیکي پېښې مړي او ټپيان د هرات حوزوي رو