فراه کې د طالبانو برید کې اته پولیس سرتېري وژل شوي

د افغانستان په لویدیځ کې د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي؛ طالبانو تېره شپه په بکوا ولسوالۍ کې اته پولیس سرتېري وژلي دي.
ځینو سیمه ییزو سرچینو د وژل شویو پولیسو شمېره لوړه بللې، خو ښاغلي مهري نن (جمعه، عقرب/لړم ۲۸مه) بي بي سي سره خبرو کې دا ادعاوې رد کړې.
هغه وویل؛ طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز برید دا سرتېري وژلي او خپله له سیمې تښتېدلي دي. مهري زیاته کړه چې په برید کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نشته.
د فراه د والي ویاند وویل؛ اوسمهال دا ولسوالي د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.
بلخوا د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ددې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دا ددوی د نفوذي کسانو کار دی. هغه په برید کې د ډېر شمېر پولیسو د وژلو ادعا کړې چې امنیتي چارواکي یې ردوي.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې له نسبتا ناامنو ولایتونو و چې په تېرو څو میاشتو کې د دولت د مخالفینو فعالیتونه پکې ډېر لیدل کېدل. طالبانو میاشت وړاندې د فراه ښار په څنډو کې له دولتي ځواکونو سره جګړې وکړې.




