له بايډن سره په وروستۍ ليدنه کې د چين ولسمشر د ټرمپ له ادارې سره د ګډ کار ژمنه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا د ولسمشر په توګه له جو بايډن سره په خپله وروستۍ ليدنه کې د چين ولسمشر شي جينپېنګ له ډونلډ ټرمپ سره چې ډېر ژر به د امریکا د حکومتي چارو واګي په لاس کې واخلي، د ګډې همکارۍ ژمنه کړې ده.
دواړو ولسمشرانو د شنبې په ورځ په پېرو کې د اسيا پېسېفک د اقتصادي همکارۍ ټولنې د کلنۍ غونډه په څنډه کې سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو "هسکو ټيټو" په اړه غږېدلي.
خو دواړو مشرانو د سوداګرۍ او تايوان په څېر مسئلو کې د تاوتريخوالي کمېدو ته هم اشاره کړې ده.
شنونکي وايي، د امریکا او چين تر منځ اړیکې ښايي د ډونلډ ټرمپ واک ته د بيا ستنېدو وروسته نورې ترينګلې شي، ځکه چې داسې اټکل کېږي له چين څخه پر وارداتي توکو د تعرفي او ماليې د زياتېدو شونتيا موجوده ده.
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، له چين څخه پر وارداتي توکو به ۶۰ سلنه تعرفه لګوي. نوموړي په وروستيو کې د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو مشرتابه ته هم داسې کسان غوره کړي چې د چين پر وړاندې سخت دريځ لري.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې چين يو "ستراتيژيک سيال" بللی و. د نوموړي او چين تر منځ اړیکي وروسته له هغه نور هم ترینګلي شول چې ده د کووېډ ناروغۍ پره مهال دا "چينایی وېروس" وباله.
د چين ولسمشر په دغه ليدنه کې وويل چې د بيجېنګ موخه له واشنګټن سره د "باثباته اړيکو" ساتل دي.
شي جينپېنګ زياته کړه، "چين چمتو دی چې د امریکا له نوې ادارې سره د اړيکو ساتلو، همکاري پراخولو او د توپيرونو د اداره کولو لپاره کار وکړي."
د امریکا ولسمشر جوبايډن وويل، د نړۍ د دوو ځواکونو تر منځ "ستراتيژيکه سيالي" بايد په جګړه بدله نشي.
نوموړي زياته کړه، "زموږ دواړه هېوادونه بايد اجازه ورنکړي چې د دې سيالۍ کومه برخه په شخړه بدله شي. دا زموږ مسووليت دی او زه فکر کوم چې په تېرو څلورو کلونو کې موږ دا ثابته کړې چې دا کار شونی دی."
د بايډن د حکومت پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې چې تايوان ته د امریکايي چارواکي له سفر سره چين د تايوان شاوخوا پوځي تمرينات وکړل او د جاسوسۍ بالون يې په حساسو سيمو کې وليدل شو.
په هر حال د بايډن حکومت هڅه وکړه چې د ټرمپ له لومړۍ دورې وروسته له بيجېنګ سره سيالۍ مسؤولانه اداره کړي.
شنونکي وايي، بيجېنګ ښايي د ډونلډ ټرمپ د نه اټکلېدونکي چلن په اړه خورا اندېښمن وي.
د جرمني د مارشل فنډز انډو پسېفک پروګرام مشر بوني ګلسر وايي، "چينايان خبرو اترو او معاملې ته چمتو دي او ښايي د ټرمپ له ټيم سره د ژر ښکېلتيا هيله ولري چې احتمالي راکړې ورکړې په اړه خبرې وکړي."
نوموړی وايي په عين حال کې که ټرمپ پر چين د لوړو تعرفو په لګولو ټينګار وکړي، دوی چمتو دي چې غچ يې واخلي.
بایډن د شنبې په ورځ ومنله چې هغه تل له شي سره اختلاف درلود، خو زیاته یې کړه چې د چین له مشر سره د هغه خبرې "مخامخ" او "ښکاره" وې.
د بايډن د ولسمشرۍ پر مهال دوی دواړو درې ځله سره ليدلي.











