چین وايي‌ د افغانستان له صادراتي توکو مالیه لېرې کوي

Argq

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، کابل کې د چین سفیر ویلي غواړي د تاجکستان له لارې افغانستان سره سوداګرۍ لپاره نوی دهلیز پرانیزي‌
    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي‌بي‌سي

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان يې هم په هغې امتیازي پالیسۍ کې ورګډ کړی چې له اقتصادي پلوه د نه غوړېدا له کبله یې له صادراتو مالیه نه اخلي.

تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې د چین سفیر ویلي وو، چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره سوداګرۍ لپاره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي.

طالبان د چین د دغو دواړو ګامونو هرکلی کړی او د خپل ملي اقتصاد پیاوړي کېدو ته يې مهم بللي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د جمعې پر ورځ بېجېنګ کې په خبري غونډه کې وویل چې افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې چین یې پر صادراتو مالیه لیرې کوي او خپلو بازارونو ته له مالیې پرته د لاسرسي امتیاز ورکوي.

هغه زیاته کړه، دا د بیجینګ د هغې امتیازي پالیسۍ برخه ده چې تر مخه یې له اقتصادي پلوه کمزورو هېوادونو سره مرسته کوي.

نوموړي وویل: "سږ کال د سپټمبر په پنځمه ولسمشر شي جېن‌پېنګ د چین – افريقا فورم د سرمشریزې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې چین غواړي د لږې ودې لرونکو هېوادونو ټول هغه توکي چې مالیه پرې راځي له مالیې معاف کړي چې په دې کې ۳۳ افريقايي هېوادونه چې له چین سره ديپلوماتیکې اړيکې لري هم راځي. چین به لومړنی پرمختيايي هېواد او د نړۍ ستر اقتصاد وي چې داسې ګام اخلي".

چین
د عکس تشریح، چین او افغانستان سوداګري اوس تر ډېره د مرکزي‌ اسیا هېوادونو له لارې کېږي

چین که څه هم لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی، خو له بیا واکمنېدو راهیسې يې اړیکې ورسره غوړولې.

ښاغلي جیان له افغانستان سره د دې امتیازي تګلارې په اړه وویل: "افغانستان چې ملګري ملتونه يې د تر ټولو لږې ودې لرونکی هېواد پېژني هم له دغه ډول امتیازي پالیسۍ برخمنېږي. "

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د چین له سفیر ژاوو شېنګ سره په کتنه کې د چین د دې پالیسۍ هر کلی کړی او دا یې د افغان سوداګرو او ملي اقتصاد غوړېدنې ته مهم بللی و.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پالیسي له ډسمبر میاشتې پلې کېدونکې ده.

په دغه کتنه کې د چین سفیر دا هم ویلي وو چې هېواد يې په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو پروژو لپاره لومړني ګامونه اخیستي او په ګڼو سکتورونو کې يې د همکاریو په اهمیت ټینګار کړی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین سفیر ویلي هېواد ته یې له افغانستانه صادرات په تېر کال کې ۱۱.۵ سلنه لوړ شوي او په را روان کال کې اټکل کوي چې دا صادرات به ۲۵ سلنه نور هم لوړ شي.

د چین د ګمرک معلومات ښيي چې افغانستان په تېر کال کې يوازې د ۶۴ مېلیونو ډالرو په ارزښت توکي چین ته صادر کړي چې تقریبا ۹۰ سلنه يې جلغوزي دي.

د صادراتو دا کچه د سیمې پرتله ټيټه ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د چین سفیر ویلي هېواد یې پلان لري له افغانستان سره د تاجکستان له لارې نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي.

هغه زیاته کړې چې په دې اړه نور بحثونه د افغانستان، تاجکستان او چین د استازو تر منځ په راتلونکې غونډه کې کېږي. که څه هم د دغې غونډې د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي شېنګ د واخان دهلېز فعالېدل هم د دغې پروژې مهمه برخه بللې.

دا اوس د واخان سړک پر جوړېدو کار روان دی او د طالبانو حکومت چارواکو هیله ښودلې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به یې د رغنیزو چارو له بشپړېدو سره په واخان کې د سوداګرۍ او راکړې ورکړې د اسانتیاوو جوړېدل هم چټک شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو کال مخکې د چین په مشهور نړیوال اقتصادي نوښت "کمربند او لارې" او همدا راز د دغه نوښت په اډانه کې د چین - پاکستان له اقتصادي دهلیز سره د یو ځای کېدو غوښتنه کړې وه.

دغه دهلیز چې ۶۲ مېلیارده ډالره پانګونه پرې کېږي چین له ګواډر بندر سره نښلوي.

کارپوهان څه وايي؟

ایران

د عکس سرچینه، mopw.gov.af

کارپوهان چین لخوا له افغانستانه په وارداتو د مالیې نه اخیستل د افغان صادراتو د ودې لپاره مهم ګڼي.

اقتصادپوه محب اقبال بي بي سي ته وویل، د افغانستان صادرات چې اوس تر ډېره د جلغوزو په څېر تر کنیزو محصولاتو محدود دي، ښايي د غالیو په څېر نورو افغاني محصولاتو ته هم پراخ شي. دی وايي افغان سوداګر اوس قېمتي ډبرې او نور توکي د پاکستان او نورو هېوادونو له لارې ان په نورو نومونو صادروي، چې ښايي له دې سره يې چین ته لوری ورمات شي.

خو ښاغلی اقبال هممهاله دا اندېښمنه هم لري،‌ چې که افغانستان خپل د کاني زېرمو صادرات په سم ډول مدیریت نه کړای شي، نو ښايي د ځینو افريقايي هېوادونو په څېر د خپلو کاني زېرمو له کبله ستونزو او ننګونو سره مخامخ شي.

ښاغلی اقبال د تاجکستان له لارې له افغانستان سره د چين د اقتصادي دهلیز خبر هم هیله‌ بخښوونکی ګڼي.

نوموړی وايي، د دغه دهلیز عملي فعالېدل ښايي وخت واخلي او په لنډ مهال کې افغانستان ته ډېر اغېزناک ثابت نشي خو په اوږدمهال کې به د افغانستان د اقتصاد په غوړېدنه کې مهم رول ولري.