د هند او چین په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي کمولو تړون څومره مهم دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
هند لومړی وزیر نریندرا مودي د برېکس په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د روسیې په کازان ښار کې دی. د روسيې په مشرۍ په دې غونډه کې د چين او ايران د ولسمشرانو په ګډون د ٢٠ هېوادونو او حکومتونو مشران ګډون کوي.
دغې مهمې غونډې ته له تلو یوه ورځ مخکې هند اعلان وکړ، چې د چین او هند تر منځ په ختیځ لداخ کې د اصلي کنټرول کرښې په اوږدو کې د ګزمې او د پوځیانو د اېستلو په اړه هوکړه شوې ده. د سه شنبې په ماښام چین هم دا موافقه تائید کړه او ویې ویل، د چین او هند تر منځ پولې د مسئلو په تړاو په ډیپلوماتیکه او پوځي کچه نور بحثونه هم روان دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر په دې اړه یوې مرکه کې وویل، "دا یو ډېر مثبت پرمختګ دی. له څو ورځو راهیسې له چین سره خبرې روانې وې او د اختلافي مسایلو د حل په موخه هوکړه شوې ده. نور جزئیات به په راتلونکو څو ورځو کې په ډاګه شي."
د یادولو ده چې هند او چین په لداخ کې د پولې دواړو غاړو ته څه باندې سل زره پوځي پوستې لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند او چین ډیپلوماتیکو او پوځي چارواکو په بېلابېلو کچو له اوږدې مودې راهیسې د سرحدي لانجې په بېلابېلو اړخونو خبرې کړې دي. د خبرو په پایله کې د پولې پر اصلي کنټرول کرښه د ګزمې، د ځواکونو د اېستلو او په ۲۰۲۰ کال کې په سیمه کې د شخړو د رامنځ ته کېدو مسلې پر حل موافقه شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۵ او ۱۶مه نېټه د ختیځ لداخ په ګالوان دره کې د دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه. په هغې نښته کې ۲۰ هندي او څلور چینايي پوځیان وژل شوي وو. له نښتې وروسته، چینايي پوځیان په ختیځ لداخ کې لږترلږه اوه سرحدي سیمو کې د اصلي کنټرول له کرښې هاخوا ولاړل او هغه ځمکې یې ونیولې، چې هند یې ادعا کوي. تر هغې پېښې وروسته چین او هند د لداخ په دغو لانجمنو سیمو کې زرګونه سرتېري له ټولو پوځي تجهیزاتو سره ځای پر ځای کړل چې لا هم هلته دي.
له دې پېښې وروسته د هند او چین اړیکې خورا ترینګلې شوې. هند هڅه وکړه، په چینايي تولیداتو او نورو وسایلو د درنو ګمرکي محصولاتو لګولو له لارې، په هند کې چینایي پانګونې کنټرول کړي، خو له ټولو بندیزونو سره سره د هند او چین ترمنځ د سوداګرۍ اندازه نه ده کمه شوې.
تر دې مهم پرمختګ وروسته په هند کې ګڼ شمېر کړۍ وايي، ولادیمیر پوتین به هڅه وکړي، چې په روسیه کې د برېکس روانې غونډې پر مهال د چین د ولسمشر شي جېن پېنګ او لومړي وزیر مودي ترمنځ خبرې وکړي. روسیه د هند نژدې ملګری ګڼل کېږي. له جنګي الوتکو، توپونو، توغندیو او جنګي بېړیو نیولې بیا د اتومي اوبتلونو او اټومي ریکټورونو تر جوړولو او اکمالولو کې روسیه د هند یوه باوري ملګرې پاتې شوې ده.
د ډیپلوماټیکو چارو شنونکې نیروپما سبراهمنین له بي بي سي اردو سره خبرو کې ویلي، په داسې وخت کې چې امریکا او کاناډا هند 'بد ملګری' بللی، له ډیپلوماتیک اړخه به له پوتین او ولسمشر شي جېن پېنګ سره د مودي لیدنه یوه ښه مقابله وي او د برېکس انځور به د مودي لپاره ښه کړي.
اغلې سبراهمنین له چین سره د موافقې په اړه وايي، "دواړو هېوادونو غوښتل چې تاوتریخوالی کم شي او سوداګریزې اړیکې بېرته عادي حالت ته راشي." دا تړون به د اړیکو په عادي کولو کې مرسته وکړي، خو دا په دې معنا نه ده چې د هند او چین تر منځ پر پوله د اوږدې مودې شخړه حل شوې ده. هغه لانجې لا هم پر ځای دي."

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې په قضیه کې امریکا او اروپايي هېوادونه له پخوا له هنده ناخوښه دي او که له دې نوي تړون وروسته له چین سره د هند اړیکې هم بېرته عادي شي، نو دا به د امریکا او اروپايي متحدینو لپاره لوی ګوزار ثابت شي.
څو میاشتې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر له یوه اروپايي ټلویزیوني چینل سره مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و "هند به هغه دریځ غوره کړي چې د خلکو په ګټه یې وي."
په راتلونکو څو ورځو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي تړون جزئیات څرګند شي او دا به مهمه وي چې د هند او چین اړیکي په ځانګړې توګه سوداګریزې اړیکې به تر کومه حده او څومره ژر بېرته عادي شي.











