د برېکس سرمشريزه د روسيې په تاتارستان کې پيلېږي

برېکس

د عکس سرچینه، Getty Images

د برېکس په نامه د برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلي افریقا ټولنې، سرمشریزه سې شنبې د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کې پیلېږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

روسي رسنۍ وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین، به په دې غونډه کې پر خپله هغه ادعا ټینګار وکړي، چې وايي، دا ټولنه د لوېدیځ پر وړاندې د نړیوال واک یو داسې انډول دی، چې ورځ تر بلې لوېدونکی دی.

برېکس ټولنه په ۲۰۰۶ کال کې څلورو هېوادونو برازیل، روسیې، هند او چین رامنځ ته کړه چې وروسته په ۲۰۱۰ کال کې سوېلي افريقا هم ورسره یو ځای شوه.

دغه ټولنه په دې نیت جوړه شوه چې د نړۍ د لویو مخ پر ودې هېوادونو سیاسي او اقتصادي ځواک سره یو ځای شي چې په نړیوال اقتصاد او سیاست کې د لوېدیځ د بډایو هېوادونو رول او نفوذ چلېنج کړي.

دغه ټولنې خپلې مهمې پرېکړې په خپله کلنۍ سرمشریزه کې کوي او یو غړی يې هر کال پړاویزه مشري په غاړه اخلي چې دا ځل يې کوربتوب د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين کوي.

د سږنۍ غونډې موضوع د "عادلانه نړیوالې پرمختیا او امنیت لپاره د هېوادونو تر منځ همغږي لا پیاوړي کول" دي.

ټاکلې د چین ولسمشر شي جېن‌پېنګ، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم په کې ګډون وکړي.

برېکس

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د دې ټولنې غړیتوب ته لېوالتیا ښودلې او له مسکوه یې غوښتي وو چې د کازان غونډې ته یې ور وبولي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، "برېکس یو مهم اقتصادي فورم دی او په دې کې د نړۍ ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه غړیتوب لري. افغانستان چې مخ پر وده هېواد دی دا ورته مهمه ده چې په دغو ناستو کې ګډون وکړي، ځکه نو افغانستان لېوالتیا لري چې د دغه سازمان په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي او په دې اړه یې خپله غوښتنه د دغې غونډې له کوربه هېواد سره شریکه کړې". ده

خو ښکاري چې دا غوښتنه یې نه وي منل شوې.

د وخت په تېرېدو د برېکس ټولنې غړي زیاتېږي او په دا وروستیو کې د مصر، اېتوپیا او متحده عرب امارات په ګډون هېوادونه ورګډ شوي او ترکيې، اذربایجان او مالیزیا هم په رسمي ډول د غړيتوب غوښتنې کړې او ځینې نور هېوادونه هم پکې ګډون ته لېواله دي.

د برېکس غړي هېوادونه د نړۍ د ټول نفوس نژدې ۴۴ سلنه برخه جوړوي.

په نړیواله کچه له روسیې او چین سره د امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو زیاتېدونکې ترینګلتیا ته په کتو د برېکس سازمان د سږ کال غونډه د دې ټولنې په تاریخ کې یوه تر ټولو مهمه غونډه بلل کېږي.