افریقا کې د چین او روسیې اغیز څنګه په زیاتیدو دی

د عکس سرچینه، AFP
دا اونۍ د جنوبي افریقا په یوه شتمنه سیمه کې یوه ستره نړیواله سرمشریزه غونډه کیږي چې د ویاړ،خوښۍ او ناکرارۍ ګډ احساس سره مله ده.
سېنډټن- د جنوبي افریقا د زوړشوي ښارجوهانسبرګ په څنډه کې یوه ظاهرا ښکلې سیمه ده چې د بانکونو دفترونه پکې دي- او د بریکس تړون غړو هیوادونو سرمشریزه غونډه پکې کیږي.
د بریکس تړون غړي هیوادونه، برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبې افریقا لوړې هیلې لري خو ټول یوډول نه دي
او پدې هیله سره یوځای شوي چې په نړیوالو چاروکې د لویدیځ برتري وننګوي.
په لسګونو نورهیوادونه هم غواړي چې دغې ډلې سره یوځای شی.
دلته په جنوبي افریقا کې ددې غونډې په اړه د خوښۍ د اوسني احساس یو علت دا کیدایشي چې ولسمشر پوتین پدې وروستیو کې پریکړه وکړه چې دغې سرمشریزې غونډې ته نه ورځي.
که چېرې هغه پدې غونډه کې په ګډ ون کولو ټینګار کړی وای او هلته تللی وای، جنوبي افریقا به اړ وای چې خپل دریځ روښانه کړي چې ایا خپل نړیوال مسولیت به ترسره کړي او د روسیې مشر به چې په اوکرایین کې د جګړې په جنایتونو تورن شوی ونیسي که څنګه.
دجنوبي افریقا چارواکي چې اوس له دغې سختې ننګونې ژغورل شوي ددې غونډې کوربه توب کوي- په ویاړسره خبریالانوته پرلپسې ایمیلونه استوي او د غونډې د جزییاتو په اړه معلومات استوي.
د ځینو څارونکو له نظره د جنوبي افریقا دا غیرعادي رسمي لیوالتیا، ښيي چې دا هیواد څومره غواړي ژر له لویدیځ نه ځان لیرې کړي، نه یواځې د یوې ګڼ قطبي نړۍ پر لور، بلکې د چین د مدار پرلور او تریوه حده د روسیې مدار ته ځان نژدې کړي.

د عکس سرچینه، AFP
تمه کیږي چې د روسیې ولسمشر پوتین به پدې غونډه کې په مجازي توګه برخه واخلي.
د بریکس له سرمشریزې غونډې وړاندې، په کیپټاون کې د بریکس د بهرنیوچارو وزیرانو غونډې پرمهال یوخبري کنفرانس کې، یو روسی خبریال ماته رانژدې شو او وې ویل: "تاسو کولای شئ [په لویدیځ کې] خپل د بشري حقونو جنت وساتئ. موږ نړۍ له سره جوړوو."
کیدایشي بریکس تراوسه د ماشومتوب وخت تیروي، خولږترلږه په ځینو ځایونوکې- د انرژي او هیجان یو ناکرارونکی ريښتیانی احساس راپاوروي.
یو همکار مې چې د بهرنۍ تګلارو په اړه یې په جنوبې افریقا کې د حکومت لخوا جوړړشوي یو ورکشاپ کې ګډون کړی و راته وویل چې هلته داسې یو پیاوړی ګډ نظر رامنځته کیدونکی دی چې ددوی راتلونکی له چین سره دی اود لویدیځ اغیز په کمیدو دی.
همدلته ده چې د جنوبي افریقا د ناکرارۍ احساس په معادله کې شاملیږي.
د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا- یو شتمن سوداګر- به ښه پوهیږي چې د هیواد اقتصاد یې چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ کړکیچ سخت ځپلی او بې روزګاري او نامساوات پکې خورا ډیرشوی، له دې زیاتیدونکو ستونزو څخه د خلاصون لپاره بهرنیو پانګونو ته سخته اړتیا لري.
یقین دی چې روسیه پدې برخه کې مرسته نشي کولای ځکه چې له جنوبي افریقا سره یې تجارتي اړیکي تقریبا نه شته.
چین په زیاتیدونکي ډول یو مهم لوبغاړی دی، خو هلته د اوږدې مودې سوداګرۍ او پانګونې له پلوه له ارويايي ټولنې او امریکا متحدو ایالتونو سره سیالي نشي کولای.
نو جنوبي افریقا به ولې دا مهم لویدیځ اړیکي په خطرکې اچوي چې – له وړاندې له ستونزو سره مخ دي- په داسې یو وخت کې چې اقتصاد یې له یو ژور نامعلوم حالت سره مخ دی؟
لږترلږه تریوه حده یې ځواب دا کیدایشي چې د هیواد دننه په زیاتیدونکي توګه واکمن ګوند له ستونزو او نیمګړتیاو سره مخ دی.
د افریقا ملي کانګرس ګوند، له درې لسیزو واکمنۍ وروسته، له خپل منځي جګړې، فساد او ادارې ګډوډې سره مخ دی.
د بېلګې په توګه، د اوکرایین د جګړې په تړاو، د جنوبي افریقا حکومت متضاد او ګډوډ غبرګونونه وښودل- لومړی یې پر اوکرايي د روسیې تیری و غنده، وروسته یې په څرګنده له غندنې انکار وکړ، بیا یې ملامتي پر ناټو واچوله، ښاغلي پوتین یې وستایه، ځان یې د سولې یومنځګړي په توګه وړاندې کړ، د روسیې د سمندري ځواکونو د تمریناتو کوربه شو، په بیړه اړشو چې واشنګټن ته توضیحات ورکړي، او کله کله به یې هم د کریملین خبرې تکرارولې.
ددې ترڅنګ، تراوسه دا معما هم شته، هغسې چې امریکا ادعا کوي، ایا جنوبي افریقا تیرکال روسیې ته وسلې ورکړې وې که نه.
ډیرشک نشته چې ولسمشر رامافوزا پر اوکرایین د روسیې د تیري په اړه ژوره اندیښنه لري او غواړي د یوې ګڼ قطبي نړۍ لپاره ځان د یو هوښیار او بې پرې شخص په توګه وښيي.
خو د ده په حکومت او ګوند کې ډیری کسان په پرلپسې ډول دغه دریځ کمزوری کوي- معمولا هغوی هغه تیر وختونه یادوي چې د نژادې توپیر یا اپارتاید پرضد مبارزه کې مسکو له دوی سره مرسته کړې وه او په عمومي توګه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنۍ تګلارې په اړه شکونه هم څرګندوي.
دغو ګډو وډو پیغامونه ټول ا ړخونه ناخوښې کړي او جنوبی افریقا یې د یو کمزوري هیواد په توګه ښودلې چې قاطع پریکړه نشي کولای.
یقینا چې د نلسن مانډیلا ګڼ نژادیزه هیواد اوس له ستونزو سره مخ دی- او ځینې لا ان خبرداری ورکوي چې کیدایشي پر یو "ناکامه دولت" باندې بدل شي.

د عکس سرچینه، Brics handout/Getty Images
جنوبی افریقا د بریکس د سرمشریزې غونډې کوربه توب کوي چې د پنجشنبې پر ورځ به پای ته رسیږي
خو د بریکس هیوادونو ددې اونۍ غونډه به کریملین ته دا ګټوره زمینه برابره کړي چې خپلې ستراتیژیکې او اغیزمنې تګلارې څرګنده کړي.
افریقا کې وروستي خبري سرلیکونه د نایجرکودتا، او له دې اټکلونو څخه ډک و چې کیدایشي د روسیې فرصت طلبه واګنر ډلې اجیرجنګیالي له دې ګډوډۍ ګټه پورته کړي، لکه هغسې چې مخکې یې په مالي او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې کړیده.
خولږترلږه د هغوی دا بریالیتوب هم مهم دی چې مسکو دخپل بهرنیو چارو باتجربه وزیر سرګي لاوروف په هڅو او په رسنیو کې د خپلو ماهرانه پیغامونو له لارې وکولای شول چې- په افریقا کې په لسګونو کلونو حضور له تقریبا نشتوالي وروسته- د لویدیځ "استعماري" اغیز پرځای، ځان د یو باوري بدیل په توګه وښيي.
په هغو هیوادونو کې چې له بیوزلۍ، د اقلیمي بدلون اغیزو، زیاتیدونکي ځوان نفوس، بې روزګارۍ، د موجود حالت مایوسۍ سره مخ دي، ډیری خلک نوي بدیلونه خوښوي.
له دې امله دا پوښتنه پیداکیږي چې- لویدیځو هیوادونو د روسیې د اغیز د مخنیوي لپاره څه کړیدي؟
البته دا خطرناکه ده چې ددې نیمې وچې یعنې افریقا په اړه یوه عامه پریکړه وشي، او دابه هم ناسمه او سپکونکې وي چې وویل شي افریقايي حکومتونه د بیا رامنځته کیدونکې سړې جګړې په ترڅ کې صرف د شطرنج دانۍ او لاسپوڅي دي.
خو د بریکس پر وړاندې د لویدیځ بدیل څه دی؟ بریتانیا د افریقا لپاره یو وزیر لري- خو هیچا له یو کال نه زیات په دې مقام کې کار نه دی کړی.
پر پرمختیايي پروژو ځان بوختول، سخت شرطونه او کله کله د خپلې خوښې افریقایی مشرانو میلمنو رابلل، دغو ادعاګانو ته زور ورکړی چې فرانسه، بریتانیا اونور پخواني استعماري ځواکونه تراوسه افریقا د یو ستومانه کونکي کړکیچ په توګه بولي، نه د یو شریک په توګه چې باید ملاتړ یې وشي.
ښايي دا نظر منصفانه نه وي. ځکه چې لویدیځو هیوادونو په لسګونه کاله، خپله خورا زیاته پاملرنه او پیسې په افریقا کې پر روغتیايي خدمتونو، سوداګریزو چارو او حکومتونو لګولي.
خو په داسې ځایونه لکه نایجر او سومالیا کې، د لویدیځو پوځونو- لکه فرانسوي عسکرو اوپه تیره بیا امریکايي ډرون الوتکو کارولو، پیاوړي غبرګونونه راپاورلي.
دا کیدایشي روښانه کړی چې ولې د بریکس نظریه په افریقا کې پلویان لري، او ولې به دا ډله هیوادونه په دې اونۍ کې د سېنډټن د کنفرانسونو په تالارکې په ډاډ او څرګنده خپلې تګلارې بیانوي.








