بایډن 'جي۲۰' غونډه کې د چین ولسمشر د نه ګډون پر پرېکړه خواشینې وښوده

د عکس سرچینه، REUTERS
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي د خپل چیني سیال 'شي جېنپېنګ' پر دې پلان خواشینی دی چې هند کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هېوادونو یا 'جي۲۰' په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون نه کوي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، تمه ده چې په دې سرمشریزه کې د بېجېنګ استازولي لومړی وزیر 'لي چیانګ' وکړي.
ښاغلي بایډن رسینو ته ویلي "خواشینی یم... خو ورسره وبه ګورم."
رپوټونو کې ویل شوي چې د جي۲۰ سرمشریزه به راتلونکې اونۍ (د سپتبمر پر ۹مه او ۱۰مه) نوي ډیلي ترسره شي.
د چین او امریکا ولسمشرانو وروستی ځل تېره کال په اندونیزیا کې د دې سرمشریزې پر مهال کتلي وو.
ښاغلي شي مخکې ویلي و چې په نوي ډیلي کې دې مهمې کلنۍ غونډې ته ورځي، خو د چین بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه خپله ورځنۍ خبري غونډه کې د نوموړي سفر تایید نه کړ.
له دې سره هممهاله رپوټونو کې دې غونډې ته پر چمتووالي د بوختو سرچینو په حواله ویل شوي، چې د چین ولسمشر سږ کال په دې سرمشریزه کې د ګډون پلان نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د چین او هند ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې لا نورې ترینګلې شوې دي.
دغه هېوادونه پر نورو مسایلو سربېره همالیا سیمه کې د لانجمنې پولې پر سر هم له یو بل سره تقابل کې دي.
چین تېره اوونۍ یوه نقشه خپره کړه چې د هند اروناچال پردېش ایالت او اکسای چین تراړه یې پکې د خپلې خاورې برخه انځور کړې وه.
خو نوي ډلي دغه ګام ته جدي غبرګون وښود.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د امریکا او چین ولسمشر راتلونکی نومبر سنفرانسیسکو کې د اسیا پاسېفیک د اقتصادي همکاریو د مشرانو غونډه کې هم د لیدو فرصت لري.
د یادونې ده چې د تېر کال اوږدو کې د چین او امریکا اړیکې هم له ستونزو سره مخامخ وې.
د دی لوی لامل دا و چې واشنګټن د اندونیزیا بالي ټاپو کې د ښاغلي بایډن او ښاغلي شي تر کتنې شاوخوا دوه میاشتې وروسته وویل چې خپله فضا کې یې د چین یو څارونکی بالون نسکور کړی دی.
دغه هېوادونه پر دې سربېرته د هانګ کانک، تایوان، د چین سویلي سمندر او بشري حقونو په ګډون د ګڼو نورو مسایلو پر سر هم مخالفتونه لري.
خو د امریکا د بهرینو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ګډون بېلابېلو جګپوړو امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې د اړیکو رغولو د هڅو په لړ کې چین ته سفرونه کړي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د چین ولسمشر بیا تېره میاشت د برېکس سرمشریزه کې د ګډون لپاره د سویلي افریقا د سفر پر مهال د لوېدیځ پر پالیسیو او "هژمونۍ" نیوکې وکړې.
برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا د برېکس سازمان غړي دي.
خو ټاکلې د نړۍ شپږ نور مخ پر ودې هېوادونه ارجنټاین، مصر، ایران،اېتیوپیا، سعودي عرب او متحد عربي امارات هم راتلونکې جنورۍ کې له دغه سازمان سره یو ځای شي او دا کار ځکه د بېجېنګ لپاره یوه ستره دېپلوماتیکه بریا ګڼل کېدای شي، چې د برایکس د پراختیا هڅه کوي.











