بالي کې د 'جي شل' سرمشریزه: پر کومو موضوعاتو خبرې کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له ننه د اندونیزیا بالي ښار کې د 'جي شل' هېوادونو سرمشریزه پیلېږي.
تمه کېږي د اوکرایین پر جګړې سربېره به د امریکا او چين اړیکې، ډېرېدونکی انفلاسیون، د شمالي کوریا لخوا اټومي ګواښ او په تېره بیا د اقلیم بدلون دې سرمشریزه کې د بحث مهم موضوعات وي.
امریکا د نړۍ لومړی او چین د دویم ستر اقتصاد لرونکی هېواد دی.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو وېډوډو بي بي سي ته ویلي، هیله لري چې په دې غونډه کې د چين او امریکا مشران سره وګوري او خبرې وکړي.
د دغو دوو زبرځواکونو ترمنځ سیالیو په آسیا پاسفیک سیمه کې شخړې راپارولې.
ښاغلي وېډوډو ویلي د ولسمشر شي او ولسمشر بایډن تر منځ خبرې به ډېرې اغیزناکې وي.
دی وايي "هو، موږ تمه لرو چې دا دواړه ستر مشران به په بالي کې سره خبرې وکړي. که ولسمشر شي جېنپېنګ او ولسمشر جو بایډن سره وګوري او خبرې وکړي نو دا به نړۍ لپاره ښه وي.
په تېره بیا دا چې که دوی وکولی شي په دې هوکړه وکړي چې نړۍ څرنګه بېرته راپورته کېدی شي".
د اندونیزیا ولسمشر ویلي مهمه ده چې د نظرونو توپیر ته له پام پرته د خبرو له لارې ديپلوماتيکې اړیکې پر ځای وي.

د هغه په وینا "سیالۍ طبيعي دي، خو تر هغې چې په سم ډول يې سمبال کړو او په داسې ډول چې د ټکر لامل نه شي.
که خبرې وي، دا به د نړۍ دا راپورته کېدو لپاره، په تېره بیا له اقتصادي پلوه، ښه وي. له خبرو پرته سوله نشته".
د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سونک هم اندونیزیا ته له روانېدو وړاندې ویلي وو چې غواړي د نړۍ له نورو مشرانو سره یو ځای ولسمشر ولاديمیر پوتین مخامخ وغندي.
خو مسکو تېره اوونۍ وویل چې ولسمشر پوتین دې سرمشریزه کې ګډون نه کوي او پر ځای به يې بهرنیو چارو وزیر سرګيي لاوروف دې غونډې ته ورځي.
ښاغلي سونک وویل "د پوتین جګړه په ټوله نړۍ د زیانونو د تپلو لامل شوې، ژوند يې اخیستی او په نړیواله کچه يې اقتصادي تنګسه راوستې."
جي شل سرمشریزه د سترو اقتصادونو ترمنځ چې لږې ګډولې لري د خبرو یو عمده فرصت ګڼل کېږي.
دغه ډله په ۱۹۹۹ کال اسیا کې له مالي کړکېچ وروسته رامنځته شوه او دا یې ۱۷مه سرمشریزه ده.











