جي-۲۰ سرمشریزې ته د طالبانو پیغام: د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو

توییتر

طالبان وايي په ایټالیا کې د جي شل یا شلو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزې ته یې پيغام دا دی چې افغانستان غواړي د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد یوه خبري غونډه کې وویل، چې پر ځینو هېوادونو د امریکا او نړۍ له خوا فشارونه دي او نه یې پرېږدي چې د دوی رژیم په رسمیت وپېژني.

شاوخوا دوه نیمي میاشتې کېږي چې طالبان واک ته رسېدلی خو د دوی رژیم لا د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. آن د پاکستان په څېر هېوادونو هم د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی چې له وړاندې یې ورسره ښه اړیکي پاللې او اوس د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او له افغانستان سره مرستې وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایټالیا کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل پر سرمشریزه غږ وکړ چې د طالبانو رژیم ته د مرستې لاس ورکړي او په رسمیت یې وپېژني.

ذبيح الله مجاهد وويل "موږ غواړو د جګړې څپرکی پای ته ورسوو او له نورو هېوادونو په تېره له لویدیځو هېوادونو سره د اړیکو نوی پړاو پیل شي. دا هلته د [شلو سترو صنعتي هېوادونو] غونډه کې ټولو ګډونوالو ته یو ښه پيغام دی او اوسنی حکومت دې په رسمیت وپېژني".

ښاغلی مجاهد وايي، "پر ځینو هېوادونو نړیوال یا د امریکا فشار شته او موږ یې درک کوي. خو دوی اړ کېږي افغانستان په رسمیت وپېژني ځکه دا دوه اړخیزه اړتیا ده. که دوی له موږ د امنیت تامین او هېوادونه یې له دې ځایه ونه ګواښل شي نو موږ باید د یوه مسؤول لوري په توګه په رسمیت وپېژني. بیا به موږ خپل مسوولیتونه تر سره کړو خو اوس موږ دې ته نژدې شوي يو".

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

ذبيح الله مجاهد څو ورځې وړاندې له امریکايی چارواکو سره د طالب استازو لیدنې مثبتې وبللې او هیله یې وښودله چې طالبان به د دوی له رژیم سره اړیکو پاللو په اړه له سره غور وکړي. د طالبانو وياند وویل که امریکا د طالبانو رژیم په رسمیت نه پیژني نودا هم د سیمې او هم د نړۍ ستونزه کېدای شي.

د جي شل سرمشریزې اصلي موضوع ګانې که څه هم نړیوال اقلمیي بدلون او کورونا ویروس دی خو د افغانستان یادونه هم په کې وشوه. دې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وویل، چې د افغانستان په اړه اندېښمن دی ځکه د ده په وینا د دې هېواد اقتصاد د نړېدو په حال کې دی او د ژمي په رارسېدو سره دا خطر شته چې ښايي نیمايي وګړو ته یې کافي خواړه ونه رسېږي.

د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژندل اوس د افغانستان او طالبانو لپاره یوه تر ټولو لویه ننګونه ده. نړیواله ټولنه ټينګار کوي چې طالبان باید بشري حقونه په تېره د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی ولري.

خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له یو محدود شمېر پرته نورې مېرمنې په کور کېنول شوې او له څو ولایتونو پرته نژدې یوه نیمه میاشت کې کېږي چې د افغانستان په نورو اکثرو ولایتونو کې د متوسطه او ثانوي مرحلې زدکوونکې نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

خو طالبان وايي هڅه کوي د مېرمنو لپاره د کار او زدکړې مناسب چاپیریال رامنځته کړي.